''د دوستم کسانو د جوزجان د والي پر کور برید کړی''

دوستم او ساعي
Image caption د دوستم سیاسي سلاکار ویلي، دوستم غوښتل، چې له والي محمد عالم ساعي سره د ټاکنو په اړه وغږېږي.

د افغانستان شمالي ولایت جوزجان چارواکي وايي، د جنرال دوستم کسانو د جوزجان د والي پر کور برید کړی، چې بیا لس دقیقې متقابلې ډزې هم شوې.

د جوزجان امنیه قومندان عزیزالله غیرت بي ي سي ته وویل، د جنرال دوستم کسانو د والي محمد عالم ساعي کور لومړی کلابند کړی او بیا یې هلته تلاشي پیل کړې ده.

نوموړی وايي، مخکې له دې چې هلته پولیس ورسېږي، د دوستم او والي کسان پخپلو کې سره کېوتلي دي.

بل خوا د جوزجان د والي ویاند بهرام الدین حسام بي بي سي ته وویل، د جنرال دوستم کسانو غوښتل، چې د والي پر کور برید وکړي، چې له تېرې ورځې راهیسې والي په وېره کې و.

حسام وايي، د دوشنبې په ورځ غرمه مهال کله چې والي چې کله خپل کور ته ستون شو، دوستم غوښتل، چې والي پخپل کور کې ونیسي.

نوموړی وايي، چې د ملي امنیت کسانو د والي کور ته ورغلي کسان ونیول.

دی وايي، چې د دوستم برید ته یې لا له وړاندې تیاری نیولی و، چې لس دقیقې د دوستم او د والي د ساتونکو ترمنځ د سپکو او درنو وسلو ډزې هم وشوې.

حسام الدین حسام وايي، دوستم د جوزجان له والي غواړي چې د هغه له ایتلاف سره یوځای شي: ''موضوع ټوله د ټاکنو ده، دوستم غواړي، چې والي د هغه لا ایتلاف سره یوځای شي او هغه څه چې وايي، باید ویې مني. او د کابل خبره ونه مني، والي چې دا خبره نه ونه منله، دا ستونزه رامنځ ته شوه''.

Image caption جوزجان د افغانستان په شمال کې نسبتاً ارامه ولایت دی.

د جوزجان د والي ویاند جنرال دوستم یو "دیکتاتور" بللی او وايي، چې ښاغلی دوستم نه غواړي، چې څوک یې دې امر ونه مني.

د جوزجان والي محمد عالم ساعي د دوستم د ملي جنبش مرستیال دی.

خو د دوستم سیاسي سلاکار فریدون الهام بي بي سي ته وویل دوستم یوازې د ټاکنو په اړه له والي سره د ځینو موضوعاتو شریکولو لپاره د هغه کور ته ورغی:

''جنرال دوستم غوښتل، چې د جوزجان والي کور ته د ټاکنو په اړه د موضوعاتو پرسر خبرو لپاره ورشي، خو والي خپلو ساتونکو ته د ډزو امر کړی''.

ورته مطالب