'پاکستان په مذهبي توندلارۍ افغانستان بې ثباته کوي'

کرزی
Image caption حامد کرزي دا هم ویلي، د افغانستان خلک به هېڅ اجازه ورنه کړي، چې د هېواد بهرنی سیاست د پاکستان په خوښه جوړ شي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له یوه پاکستاني تلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان خلک له پاکستانيانو شکایت نه لري، بلکې د دغه هېواد له پوځي او استخباراتي بنسټونو شکایت کوي.

حامد کرزي له "جیو" تلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، چې "د پاکستان استخباراتي او پوځي بنسټونه له مذهبي توندلارۍ په ګټې اخیستو سره د افغانستان په بې ثباته کولو او کمزوري کولو پسې راخیستې ده".

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر کرزي پخپلو خبرو کې ویلي، چې "د افغانستان پرضد د پاکستان له لوري رامنځ ته شوې توندلاري نن پخپله د پاکستان په لمن کې لوېدلې ده".

ډیورنډ کرښه

حامد کرزي د پاکستان پر استخباراتي او پوځي بنسټونو تور لګولی، چې "د افغانستان له ښه نیته ناوړه ګټه اخلي او غواړي چې افغانستان تل د پاکستان تر لاس لاندې وي. خو دغه هڅې به ځای ونه نیسي، بلکې د لا ډېرې خرباتیا او ناورین لامل به وګرځي.

پاکستان دا ټولې هڅې د دې لپاره کوي، چې افغانستان د ډیورنډ کرښې رسمیت پېژندلو ته اړ کړي، دوی باید پوی شي چې دې هدف ته به هېڅکله هم ونه رسېږي".

حامد کرزي دا هم ویلي، د افغانستان خلک به هېڅ اجازه ورنه کړي، چې د هېواد بهرنی سیاست د پاکستان په خوښه جوړ شي. خو افغانان تل له پاکستان سره ښه اړیکي لري.

شاید د طالبانو د واکمنۍ پرمهال یا کوم بل وخت به دا تمه وه، خو هغه وخت بیا نه تکرارېږي".

د "جیو" تلوېزیون دې پوښتنې ته په ځواب کې چې د پاکستان چارواکي له افغانستان سره د ښو اړیکو هڅې کوي، حامد کرزي وویل، له پاکستان سره موږ تل ښه اړیکي غوښتي، خو د پاکستان استخبارات او پوځ د ښو اړیکو د ټینګښت لپاره هېڅ نه دي کړي:

"غواړم ووایم چې په تېرو لسو کلونو کې مو ډېر فرصتونه ضایع کړل، تمه لرم چې تر راتلونکي یوه کال پورې افغانستان کې د نوي حکومت په جوړېدو سره، پاکستان له دې فرصته ګټه واخلي او د دواړو هېوادونو د وګړو لپاره د لا ښې خونډي راتلونکې په اړه همکاري وکړي".

ورته مطالب