طالبان 'قطر کې سیاسي دفتر پرانیزي'

قطر
Image caption د قطر خبري اژانس وویل، چې نوموړي د قطر له امیر شیخ حمد بن خلیفه الثاني سره پر ''دوه اړخیزو' موضوعاتو او هیلو خبرې وکړې.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر له بي بي سي سره په خبرو کې تاييد کړه چې په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانيستو په برخه کې پرمختگ شوى دى. خو هغه خبر يې تاييد يا رد نه کړ چې قطر مېشتي الجزيره تلويزيون خپور کړى او وايي د سه شنبې په ورځ به د طالبانو سياسي دفتر پرانيستل کيږي.

الجزیرې ویلي، دوی ته ویل شوي، چې دغه دفتر به له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته د لارې د هواري لپاره جوړې شي.

الجزیرې ویلي، د سرچینې په حواله طالبان به د راتلونکې سې شنبې په ورځ (جون ۱۸/غبرګولي ۲۸) د قطر دوحه کې خپل سیاسي دفتر پرانیزي.

طالبانو د دغه راپور د جوړېددو ترمهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځانګړې لیکنه: د قطر سفر کې څه تېر شول؟

په تېره مارچ میاشت کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د قطر له امیر سره دوحه کې د طالبانو لپاره د سیاسي دفتر د جوړېدو پر مسالې وغږېد.

د قطر خبري اژانس وویل، چې نوموړي د قطر له امیر شیخ حمد بن خلیفه الثاني سره پر ''دوه اړخیزو' موضوعاتو او هیلو خبرې وکړې.

همداشان، حامد کرزی قطر کې له یو شمېر افغان سوداګرو او نورو عرب مشرانو سره هم وکتل.

قطر ته له ولسمشر حامد کرزي سره د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدین رباني او ځینې نور افغان چارواکي هم مله وو.

د روان کال تر لومړیو پورې، ولسمشر کرزي له افغانستانه بهر د افغان حکومت له خبرولو پرته له امریکا او بهرنیانو سره پر پټو خبرو سختې نیوکې کولې.

ورته مطالب