د جوزجان روغتیايي مرکز ښځینه واکسیناتوره وژل شوې

Image caption روغتیا وزارت خبر پاڼه کې د وژل شوې واکسيناتورې نوم نه دى اخیستل شوی.

نا څرگندو وسله والو د جوزجان ولايت د قرقين روغتيايي بنسټ يوه ښځينه واکسيناتوره وژلې ده.

د افغانستان روغتيا وزارت د يوې خبرپاڼې په ترڅ کې دا کړنه ناانساني او نااسلامي بللې او له اړوندو امنيتي بنسټو يې غوښتي چې د دغې بوږنونکې وژنې عاملان تر موندلو او نيولو وروسته سزا کړي.

مصطفى سالک له کابله خپل راپور کې د روغتيا وزارت خبر پاڼې په حواله لیکي، چې د وژل شوې واکسيناتورې نوم نه دى اخیستل شوی او نه هم د هغې د وژنې د څرنگوالي په اړه څه ويل شوي دي.

خو دا جوته شوې چې د جوزجان ولايت د قرقين روغتيايي مرکز دغه واکسيناتوره د شپي له خوا نا څرگندو وسلوالو وژلې ده.

روغتيا وزارت دغه پيښه بوږنونکې ناانساني او نا اسلامي بللې ده او ويلي يې دي چې د وژونکو ناروغيو پر وړاندې د مور او ماشوم واکسنيول د ښځينه واکسيناتورانو دنده ده، چې په وينا يې له دغه راز چارو سره به د ښځو او ماشومانو د ژغورنې بهير له ننگونو سره مخامخ شي.

د خبر پاڼې له مخه د افغانستان د روغتيا وزيرې ثريا دليل په کلکه سره د دغه هېواد له امنيتي بنسټونو غوښتي دي چې د دغې واکسيناتورې وژونکي تر موندلو او نيولو وروسته سزا کړي.

مېرمن دليل د روغتيا پر ښځينه کارکونکو هم غږ کړى چې له دغه راز ننگونو و نه ډارې شي او د خپلې ټولنې د وگړو د روغتيا د ژغورلو لپاره خپلې ارزښتمې چارې روانې وساتي.

ورته مطالب