محمد محقق له ځانمرګي برید روغ رمټ وتلی

نننی برید
Image caption د کابل پولیس وايي، برید ځانمرګی و.

د افغانستان پلازمېنې کابل شپږمې حوزې (څلورمه کارته کې) د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مخې ته ځانمرګی برید شوی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته ویلي، چې برید کې درې ولسي وګړي وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.

عیني شاهدانو په سیمه کې درې مړي لیدلي دي، خو معلومه نه ده چې دا د بریدګرو دي که نور خلک دي، د محقق ګاډي ته هم زیان رسیدلی دی.

محمد محقق زموږ همکار جعفر هاند ته وویل، چې ''زه هدف وم، زه روغ یم خو زما څلور ساتونکي ژوبل شوي او روغتون کې دي''.

محقق بي بي سي ته وویل، چې د زغره وال موټر ښیښې یې ماتې شوې، خو نوموړی په کې ژغورل شوی دی.

نوموړی وايي، چې وړاندې له امنیت راپور ورته رسېدلی و، چې د ملي امنیت له مشورې پرته هرځای ته ولاړ نه شي.

دی وايي، چې ولسي جرګې ته پر لاره د بشري حقونو کمیسیون مخې ته ناڅاپي برید پرې وشو، چې د ساتونکو یو رینجر ګاډی یې برید کې سخت زیانمن شوی.

د چاودنې پړه هم چا پرغاړه نه ده اخیستې.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون بند کړل شوی او بهر ته یې د کارکوونکو وتلو ته اجازه نه ورکېږي.

دا برید په داسې حال کې کیږي چې نن د انتقال وروستی پړاوو رسما اعلانیږي

ورته مطالب