"مرکزي حکومت د جوزجان د والي تر څنگ ولاړ دى"

Image caption په دغو لاريونونو کې يوازې د ښاغلي دوستم د ځانگړي اند پلويان راټول شوي او د يادو شويو ولايتونو ولسونه ورسره ملگري نه دي. د سیمه ییزو ارګانونو بنسټ

د افغانستان د سيمه یيزو ارگانونو بنسټ ويلي، د جنرال دوستم ټوپکوالو دې لپاره د جوزجان د والي محمد عالم ساعي پر کور بريد کړې و، چې ځانگړي سياسي دريځ ته يې غاړه کېږدي او د مرکزي حکومت پر ځاى دده خبره ومني.

د ياد شوي بنسټ مرستيال فريد ماموندزي، کابل کې د بي بي سي مصطفی سالک ته ويلي، هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې د ملوک الطوايفۍ په خيال کې سمه یيز حکومتونه وننگوي.

ښاغلي ماموندزي ويلي چې په هر راز حالاتو کې مرکزي حکومت د ښاغلي ساعي تر څنگ ولاړ دى.

د افغانستان د سيمه یيزو ارگانونو بنسټ وايي چې په شمال کې د جنرال دوستم ټوپکوالو څو ورځې مخکې د جورجان د والي محمد عالم شاعي پر استوگنځي د دې لپاره د وسله وال بريد هڅه وکړه چې والي د ښاغلي دوستم ځانگړي سياسي دريځ ته غاړه کېږدي او په کابل کې د مرکزي حکومت خبرې ونه مني.

د سيميزو ارگانونو بنسټ وايي چې گواکې دا په سيمه یيزه کچه د ولسمشر د استازي او حکومتولۍ د ننگولو مانا لري، چې هيڅکله به مرکزي حکومت دې چارې ته اجازه ور نه کړي.

د ياد شوي بنسټ مرستيال فريد ماموندزي بي بي سي ته وويل چې مرکزي حکومت به په هر راز حالاتو کې د ښاغلي ساعي تر څنگ ولاړ پاتې شي.

خو جنرال دوستم ته نژدې سرچينو دا خبره رد کړې چې گواکې ښاغلي دوستم د جوزجان د والي پر کور بريد کړى. دغه سرچينې وايي چې ښاغلى دوستم د خبرو په نيت والي ته ورغلى و او چې والي له کتلو انکار وکړ جنرال دوستم بېرته ستون شو چې تر ستنېدو وروسته يې ښاغلي ساعي خپله هوايي ډزې کړې دي.

بله خوا د افغانستان په شمالي ولايتونو جوزجان او تخار کې د ښاغلي دوستم يو شمېر پلويانو لاريونونه پيل کړي دي او غوښتنه يې داده چې ښاغلى ساعي بايد له دندې گوښه شي.

خو د افغانستان د سيمه یيزو ارگانونو بنسټ وايي چې په دغو لاريونونو کې يوازې د ښاغلي دوستم د ځانگړي اند پلويان راټول شوي او د يادو شويو ولايتونو ولسونه ورسره ملگري نه دي.

ياد شوي بنسټ ويلي دي چې دوى به هېڅکله د ملوک الطوايفۍ د رامنځ ته کولو په موخه د يو شمېر کړيو قصدي گډوډۍ ونه زغمي.

ورته مطالب