افغانستان له پاکستانه د مهمو طالبانو خوشي کول غوښتي

Image caption کابل په دې باور دى چې که په پاکستان کې زنداني شوي لوړ پوړي طالبان خوشي شي نو دا چاره به د سولې له بهير سره مرسته وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دغه مشران کولای شي په کور د ننه او یا هم په قطر کې د سولې د عالي شورا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو لپاره زمینه برابره کړي.

دغه څرګندونې د قطر پلازمېنې دوحې کې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو په غبرګون کې شوې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه ویناپاڼه کې راغلي، دا چې پاکستان د افغانستان په سوله او ټیکاو کې مهم رول لوبولی شي، د اوسني وضعیت د اړتیا له مخې باید پاکستان د سولې په تړاو عملي ګام پورته کړي.

ویناپاڼه کاږي چې "د طالب مشرانو سم لاسي خوشي کول چې له تېرو څو کلونو راهیسې د پاکستان زندانونو کې بندیان دي" یو نېک کار دی، چې پاکستان یې په مټ کولی شي د افغانستان له سولې سره ډېره همکاري وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي، چې "په تېرو دوولسو کلونو کې د طالبان جګپوړي مشران پاکستان کې و، او دا مهال هم هلته اوسېږي او له هغه ځایه افغانستان ته د جګړې لپاره اورپکي رالېږي".

افغان حکومت تمه لري، چې له پاکستاني زندانونو د مهمو افغان طالب بندیانو خوشي کېدل به د سولې له عالي شورا سره په دوحه او یا کابل کې د سولې خبرو کې ډېره مرسته وکړي.

افغان حکومت داسې مهال له پاکستانه د طالب بندیانو د خوشي کولو غوښتنه کړې، چې پاکستان دوحه کې د طالبانو د دفتر پرانیستل کېدو هرکلی وکړ.

د بندیانو خوشي کول

له پاکستانه د طالب مهمو بندیانو د خوشي کولو موضوع نژدې اووه میاشتې مخکې د افغانستان د سولې عالي شورا له اسلام اباد سره مطرح کړې وه.

هغه مهال پاکستان اعلان وکړ، چې نژدې ۹ مهم طالبان یې خوشي کړل، چې ویل کېدل په خوشي شویو کې د محمد یونس خالص زوی انورالحق مجاهد، د طالبانو د واکمنۍ د عدلیې وزیر ملا نورالدین ترابي او اووه نور مهم طالبان شامل دي.

خو افغان حکومت له پاکستانه د دغو طالبانو د ځای معلومولو غوښتنه وکړه، او ډېر په دې اند و، چې دغه کسان بېرته له نورو جنګېدونکو طالبانو سره یوځای شوي.

تېره ورځ اسوشېټېډ پرېس قطر کې د طالبانو د سرچینو په حواله ویلي وو، چې طالبان د هغه امریکايي پوځي د خوشي کولو په بدل، چې په ۲۰۰۹ کې طالبانو نیولی، له ګوانتانامو زندانه د خپلو پنځو مهمو بندیانو د خوشي کولو وړاندیز کړی.

ورته مطالب