کیري له طالبانو سره د سولې پر خبرو 'شکمن' دی

کیري
Image caption کیري: ''که چېرې طالبان دا هوډ نه لري، چې "نژدې راتلونکي کې" د سولې خبرې پیل کړي، شاید د قطر دفتر یې وتړل شي''.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په قطر کې د سوریې په تړاو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې پرمهال وویل، که چېرې طالبانو د سولې په تړاو غوښتنې ونه مني، د قطر دوحه کې باید د دوی دفتر "وتړل شي".

ښاغلي کیري دا څرګندونې د قطر له لومړي وزیر حمد بن جاسم بن جابرالثاني سره په یوه خبري غونډه کې کړې دي.

د تېرې شنبې په ورځ د سوریې د ۱۱ ملګرو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پر دې سلا وکړه، چې د سوریې یاغیانو ته باید وسلې ورکړل شي.

دوی ویل، ځکه یې دا پرېکړه وکړه، چې د سوریې بل شوي اور ته د ایران، لبنان او حزب الله ډلې د اورپکو لمن وهلو مخه ډب شي.

امریکايي او افغان چارواکي ټینګار کوي، چې طالبانو قطر کې د دفتر پرانیستلو په اړه هغه تړون مات کړ، چې باید دغه دفتر ته د دوی د سفارت په سترګه ونه کتل شي.

"د افغانستان اسلامي امارت"

د دغه دفتر د پرانیستلو پرمهال د دفتر پر ودانۍ د طالبانو سپین بیرغ وځړول شو او پر لوحه یې د "افغانستان د اسلامي امارت" نوم لیکل شوی و، چې بیا وروسته دغه لوحه لیرې کړای شوه.

د تېرې جمعې په ورځ، له اسلام اباده د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي یوې امریکايي رسنۍ ته ویلي، چې طالبان لاهم د خپل بیرغ او لوحې پر پاتې کېدو ټینګار لري.

قطر کې د د طالبانو د دفتر تر پرانیستل کېدا وروسته، افغان حکومت له امریکا سره د امنیتي تړون پر سر خبرې وځنډولې، او وویل چې قطر ته د سولې مرکچیان نه لېږي.

خو امریکايي چارواکو ویلي، چې قطر کې د طالبانو دفتر یوازې د سولې خبرو لپاره د لارې هواري ته جوړ شوی.

د تېرې شنبې په ورځ جان کیري وویل "د قطر پر حکومت فشار راوړل کېږي، چې طالبان له خپل دریځه شاته کړي. همدا ده چې دوی خپل بیرغ ټيټ کړ، چې د ودانۍله بهره نه ښکاري، او اوس موږ دې ته اړتیا لرو، چې د لانورو خبرو د پرمختګ لپاره څه وکړو".

"د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی جیمز ډوبینز په دوحه کې دي، او په دې انتظار دی، چې ایا طالبان څه ډول غبرګون ښيي، شاید نوموړی راتلونکو ورځو کې له طالبانو سره وګوري".

ښاغلي کیري قطر کې خبریالانو ته وویل، باید وبه ګورو چې ایا موږ له طالبانو سره خبرې بېرته خپل اصلي تګلوري ته راګرځولی شو او که څنګه.

هغه وویل، که چېرې طالبان دا هوډ نه لري، چې "نژدې راتلونکي کې" د سولې خبرې پیل کړي، شاید د قطر دفتر یې وتړل شي.

ورته مطالب