د 'نوي کابل' ځمکې پر سر وسله واله نښته شوې

نوی کابل
Image caption ده سبز د کابل شمال ختيځ کې هغه سیمه ده، چې تر اوو سوو کیلومتر مربع ډېره ځمکه یې د نوي کابل ښار لپاره ځانګړې شوې ده.

د کابل ده سبز کې د پولیسو او پارلمان کې د یوه غړي د ورور د وسله والو ترمنځ نښته کې لږترلږه "درې " کسان وژل وشي او ځینې نور ټپیان دي.

د کابل ده سبز کې د پولیسو او وسله والو ترمنځ نښته کې د ولسي خلکو په وینا درې کسان وژل شوي او یو شمېر ټپیان شوي دي.

د کابل پولیس وايي، نښته د پارلمان د یوه غړي د ورور د وسله والو او پولیسو ترمنځ شوې ده.

که څه هم امنیتي کسانو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل، خو مني، چې په دې پېښه کې ځینې کسان وژل شوي او ټپیان دي، چې پلټنې به یې په ډاګه کړي.

د سیمې یوه اوسېدونکي بي بي سي ته وویل، په نښته کې درې کسان وژل شوي او ځینې نور ټپیان دي:

"زه دلته د تېلو لپاره پمپ ته راغلی وم، پولیس راغلل او ټانکونه یې رامخې ته کول، نښته پیل شوه، زما د تره یو زوی هم په کې ووژل شو".

ظاهراً دغه نښته د لویې څارنوالۍ په امر د کابل شمال ختيځ ده سبز کې د ځینو تورنو کسانو د نیولو په پلمه هلته د ورغلو پولیسو او وسله والو کسانو ترمنځ پیل شوې ده.

د کابل امنیه قومندانۍ مرستیالمحمد داود امین بي بي سي ته وویل چې: "اوس وضعیت ارام دی، زموږ کشفي کسان د څارنوالۍ په امر هلته د تورنو د نیولو لپاره تللي وو، چې پر دوی ډزې شوې. خو د ټپیانو او وژل شویو شمېر لا نه دی مالوم".

ده سبز د کابل شمال ختيځ کې هغه سیمه ده، چې تر اوو سوو کیلومتر مربع ډېره ځمکه یې د نوي کابل ښار لپاره ځانګړې شوې ده.

په دې سیمه کې د حکومت د ځینو جګپوړو چارواکو او زورواکو له خوا د ځمکې د غصب مساله کله ناکله پر وسله والې شخړې بدلېږي.

ورته مطالب