سږ کال د افغان حاجیانو شمېر شپږ زره تنه لږ دی

Image caption چارواکي وايي چې د حرم شريف د جومات د پراختيا او بيا رغاونې چارې به دوه کلونه وخت ونيسي.

سعودي عربستان پرېکړه کړې ده چې سږکال به له ټاکل شويو ۳۰ زره افغان حاجيانو څخه ۲۴ زره حاجيان ومني.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت چارواکو بي بي سي ته ويلي دي چې د حاجيانو په شمېره کې دا ۲۰ سلنه لږوالى د ټولو اسلامي هېوادونو لپاره په پام کې نيول شوى دى.

او لامل يې دا په گوته شوی دی چې سعودي عربستان، د حرم شريف د جومات د پراختيا او بيا رغاونې چارې پيل کړې دي.

د بي بي سي مصطفى سالک له کابله د افغانستان د حج او اوقافو وزارت چارواکو له قوله وايي، د سعودي د حج او اوقافو وزارت ورته په دې وروستيو کې د يو ليک په مټ ويلي دي چې سږکال سعودي ته تر ټاکل شوې کچې لږ حاجيان واستوي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت مرستيال داعي الحق عابد بي بي سي ته وويل سعودي پرېکړه کړې چې د خپل هېواد د حاجيانو په شمېر کې به ۵۰ سلنه او د نورو هېوادو د حاجيانو په شمېرکې به ۲۰سلنه کموالي راولي.

ښاغلي عابد وويل چې له دې مخه به سږ کال د۳۰ زره افغان حاجيانو پر ځاى ۲۴ زره حاجيان سعودي عربستان ته لېږدي.

ښاغلي عابد وويل د حاجيانو په شمېر کې د لږوالي راوستو لامل دادى چې د حرم شريف د جومات د پراختيا او بيا رغاونې چارې روانې دي.

نوموړي وويل د سعودي پرېکړې له بېړنيو ستونزو سره لاس او گريوان کړي دي، ځکه چې وايي د۳۰ زرو حاجيانو د لېږد په موخه يې له هوايي شرکتونو سره تړونونه لاسليک کړي،

په سعودي کې يې مېشت ځايونه کرايه کړي او ۳۰ زره حاجيان يې خبر کړي دي چې سږ کال به حج ته ځي.

اړوند چارواکي وايي د سعودي عربستان له حج او اوقافو وزارته يې غوښتنه کړې چې افغانستان له دې پريکړې مستثنى وگرځوي، ځکه چې په وينا يې دغه هېواد خپلې ستونزې لري.

خو وايي ډيره هيله نه لري چې سعودي به يې خبره ومني، ځکه چې وينا يې دا يوه ټوليزه پرېکړه ده.

چارواکي وايي چې د حرم شريف د جومات د پراختيا او بيا رغاونې چارې به دوه کلونه وخت ونيسي او په وينا يې راروان کال ته به هم ۲۰ سلنه کم حاجيان سعودي عربستان ته لاړ شي.

ورته مطالب