ګوندونه: پرته له ولسمشريزو ټاکنو بل غوراوى نه شته

Image caption ټاکنو ته نژدې نهه مياشتې وخت پاتې دى.

د افغانستان د گوندونو د همکارۍ شورا ويلي دي چې پرته له ولسمشريزو ټاکنو بل غوراوى نه شته او په واک کې د اوسنۍ واکمنې ډلې پاتې کېدل په هېڅ توگه د منلو وړ خبره نه ده.

يادې شوې شورا له افغان حکومته غوښتنه کړې چې د سياسي گوندونو ټاکنيزو منډو ترړو ته زمينه برابره کړي.

د بي بي سي مصطفى سالک له کابله خپل رپوټ کې وايي، د افغانستان د گوندونو شورا د افغانستان له ملي شورا هم غوښتي چې د دغه هېواد د ټاکنو د قانون د مسودې د تصويب چارې ژر تر ژره بشړې کړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو ټاکنو ته ايله نژدې نهه مياشتې وخت پاتې دی، خو د افغانستان د گوندونو شورا وايي داسې اوازې او گونگوسې دي چې ښايي دا ټاکنې تر سره نه شي.

د يادې شوې شورا يوه تن غړي عبدالقيوم عارف وويل پرته له ټاکنو بل غواروى نشته او د اوسني حکومت بيا په واک کې پاتې کېدل د منلو وړ خبره نه ده.

د گوندونو د همکارۍ شورا وايي چې د افغانستان د نظام او خلکو د پيوستون کړۍ مشروعيت دى او په وينا يې دغه مشروعيت بيا له ټاکنو سره غوټه خوړلې ده.

د افغانستان د ملي امنيت بنسټ پخواني مشر او د دغې شورا يو تن غړي امر الله صالح وويل که دغه مشروعيت له منځه لاړ شي، داسې کړکېچ به رامخې ته شي چې د حکومت په گډون به يې هېڅوک ايل نه شي کړاى.

ښاغلي صالح هيله وښووله چې د حکومت مشروعيت روان پاتې شي او دغه شورا ناقانونه گام پورته کولو ته اړه نه شي.

د افغانستان د گوندونو د همکارۍ شورا د افغانستان له ملي شورا هم غوښتنه وکړه چې د ټاکنو د قانون د تصويب چارې گړندۍ کړي، دغه قانون اوسمهال ولسي جرگې تصويب کړی او مشرانو جرگې ته يې استولى دى.

شورا له نړيوالې ټولنې هم وغوښتل چې د دغه هېواد د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو د راتلونکو ټاکنو ملاتړ وکړي.

دغو ټاکنو ته نژدې نهه مياشتې وخت پاتې دى.

ورته مطالب