غزني کې د پنځو افغان سرتېرو مړي موندل شوي

Image caption په وژل شویو کې څلور د ملي اردو سرتېري دي.

د غزني ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې اب بند ولسوالۍ کې د پنځو افغان سرتېرو مړي موندل شوي.

غزني کې زموږ همکار اسدالله جلالزی د غزني ولایتي ویاند نبي جان له خولې وايي، د سې شنبې پر ګهیځ لس بجې د اب بند ولسوالۍ اړوندو سیمو کې د پنځو افغان سرتېرو مړي موندل شوي، چې څلور د ملي اردو او یو د عامه نظم ساتونکی دی.

نبي جان وايي، چې دغه کسان درې ورځې له اروزګانه کابل ته پر لاره وو، چې مقر ولسوالۍ کې له موټره کوز کړل شوي او نن یې مړي وموندل شول.

نوموړی زیاتوي، چې څلور وژل شوي د اروزګان ولایت ولایت د ملي اردو د څلورمې لوا اړوند دي.

دی وايي چې مړي اوس روغتون کې دي. د ځايي چارواکو په وینا وژل شوي سرتېري د کندوز، کاپیسا او کونړ اوسېدونکي دي.

بل خوا، غزني ښار ته څېرمه ده خدای داد کلي کې د پولنډي ځواکونو پر زغره والو ګاډوی ماین چاودلی دی.

عیني شاهدان وايي، تر چاودنې وروسته دوی په سیمه کې پراته بهرني پوځيان ولیدل، چې یا به مړه شوي او یا ټپیان وو.

Image caption د تلفاتو په اړه تر اوسه دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي.

د عبدالقدیر په نامه د سیمې یوه اوسېدونکي بي بي سي ته وویل،: ''سهار په خپلو پټیو کی چې سرک ته نژدې دي، په کار بوخت وم دلته مې ولیدل چې لومړی بهرني ځواکونه راغلل اویو خښ شوی ماین یې وموند. اوله موندلو سره سم یې په خپل موټر کې کېښود، چې لا څومتره نه وو تللي چاودنه وشوه اوبیا دوړې شوې، خو وروسته مې ولیدل چې څلوریا شپږ کسه یې راکشول او بل موټر ته یې پورته کړل''.

د غزني د والي ویاند نبي جان یوازې د چاودنې پخلی کوي، خو وایي په دې چاودنه کې یو ولسي وګړی ټپي شوی، خو د بهرنیوځواکونو د مړو او ژوبلو په اړه معلومات نه لري.

ورته مطالب