کندهار کې چاودنې د یوې کورنۍ ۱۰ غړي وژلي

د ارشیف عکس
Image caption په تېره مې کې هم کندهار کې چاودنې لږترلږه ۱۳ ولسي وګړي وژلي وو.

د افغانستان سوېل کندهار ولایت خاکریز ولسوالۍ کې د ماین چاودنې دوه ماشومان او اته ښځې وژلې دي. چاودنه کې د موټر چلوونکي په ګډون درې نارینه ټپیان دي.

د افغانستان کندهار ولایت کې د ماین چاودنې اته ولسي وګړي وژلي.

د کندهار ولایتي ویاند غورځنګ افریدی وايي، چاودنه کې د یوه ماشوم په ګډون لږترلږه اته ښځې وژل شوې او درې نارینه ټپیان دي.

چاودنه د کندهار خاکریز او ارغنداب ولسوالیو ترمنځ پر غځېدلي سړک د سې شنبې پر ګهيځ شوې ده.

د کندهار مطبوعاتي دفتر وايي، چاودنه سهار شاوخوا نهه بجې هغه مهال وشوه، چې د ولسي وګړو د سپرلۍ یو ګاډی د سړک غاړې پرماین وربرابر شو.

دغه دفتر د چاودنې پړه نېغ په نېغه د طالبانو پرغاړه اچولې، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

چاودنه کې وژل شوي او ټپیان ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

د تېرې مې پر ۱۳مه هم کندهار کې د سړک غاړې ماین چاودنې لږترلږه ۱۳ ولسي وګړي وژلي او نهه نور یې ټپیان کړي وو.

چارواکو ویل، په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

چاودنه د معروف او ارغستان ولسوالیو ترمنځ په وام سیمه کې شوې وه، چې تر ډېره دا سیمه نارامه ده او ډېر کله په کې ماینونه چووي

ورته مطالب