کونړ کې د خلکو پر ځمکو د نړیوالو ځواکونو اډې

کونړ
Image caption د ځمکو څښتنان وايي، هيله يې دا وه چې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته به، لاندې شوې ځمکې بېرته ترلاسه کړي، خو وايي لا هم نه دي ورسپارل شوې.

د کونړ په نژدې شپږو ولسواليو کې نړيوالو ځواکونو د خلکو پر ځمکو پوځي اډې جوړې کړې، خو د هغو له وتلو وروسته هم دغه ځمکې خلکو ته نه دي سپارل شوې.

په دغو شپږ اووه ولسواليو کې نړيوالو ځواکونو تر ډېره خپلې اډې او مېشت ځايونه د خلکو پر ځمکو کې جوړ کړي وو.

د ځمکو څښتنان وايي، هيله يې دا وه چې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته به، لاندې شوې ځمکې بېرته ترلاسه کړي، خو وايي لا هم نه دي ورسپارل شوې.

د ناړۍ ولسوالۍ يو اوسېدونکى وايي، د دې پر ځاى چې حکومت ځمکه ورکړي، له دوې يې نيولې.

نوموړى وايي، حکومت دې ورسره د نړيوالو په څېر چلند نه کوي.

که څه هم پر دغو پوځي ځايونو کې اوس تر ډېره افغان پوځيان دېره دي، خو خلک ولايتي ادارې ته ورځي چې غږ يې ورسول شي.

د کونړ والي سيد فصل الله وحيدي وايي تازه تازه يې دغه موضوع په کابل کې د واليانو په غونډه کې ياده کړې او غوښتنه يې کړې، چې د خلکو ځمکې بېرته وروسپارل شي.

د کونړ والي وايي ښايي په لاندې شوې ځمکه کې يو څه برخه په حکومت پورې هم تړاو ولري چې په وينا يې يو پلاوى به يې روښانه کړي:

''د والیانو په غونډه کې پر دې بحث هم وشو، چې اوس مهال ولایتونو کې د مالیې وزارت او د سیمه ییزو ارګانونو د ادراې یو ګډ پلاوی کار کوي. مستوفي به دغه مسایل څېړي او معلوم کړي. ځینې دغه اډې د خلکو پر ځمکو جوړې شوې، خو په ځینو نورو کې بیا خلک ادعا کوي، چې د دوی دي. اوس به معلومه شي، هغه چې د خلکو دي، حتماً به ورکړل شي، د دفاع وزارت به دا کار کوي، که چېرې حکومت اړتیا ورته لري، خلکو به یې مقابل کې پیسې ورکوي، که ضرورت نه وي، بېرته به خپله ځمکه ورکوي''.

د افغانستان ملي شورا په دغه هېواد کې د لاندې شوو ځمکو د موضوع د څېړلو په موخه يوه جرګه ګۍ جوړه کړې چې معلومه کړي څومره حکومتي ځمکه خلکو نيولې.

په مشرانو جرګه کې د کونړ استازى رفيع الله حيدري چې د دغه کميسیون غړى دى، وايي پلاوى به د هغو خلکو غږ هم واوري چې وايي حکومت او نړيوالو ځواکونو ترې ځمکې نيولې:

''د ځمکې غصب خبره چې راځي، دوه ډوله دي: یو د حکومتي چارواکو له خوا د خلکو ځمکې غصب شوې او بل خلکو د حکومت ځمکې غصب کړې. په مجموعي ډول افغانستان کې حکومتي ځمکې نیول شوې. په دې اړه ولسي جرګې او مشرانو جرګې یو کمیسیون جوړ کړی''.

Image caption د کونړ والي وايي ښايي په لاندې شوې ځمکه کې يو څه برخه په حکومت پورې هم تړاو ولري چې په وينا يې يو پلاوى به يې روښانه کړي.

په لومړي سر کې دغه ځمکې نړيوالو ځواکونو د يوې ټاکلې کرايې په بدل کې نيولې وې، خو د ځمکو څښتن وايي له يوې يا دوو مياشتو وروسته له خپلې ژمنې واوښتل په هغو ځايونو کې چې پوځې اډې په کې جوړې شوې نه يوازې ځمکې راځي، ان د خلکو ودان کورونه په کې هم شته.

میراثي ځمکه

که څه هم په نور افغانستان کې زورواکو لسګونه زره جريبه حکومتي ځمکه لاندې کړې، خو په کونړ کې بيا د خلکو ځمکه نړيوالو ځواکونو لاندې کړې وه چې اوس افغان حکومت ته په ميراث پاتې ده.

د نيول شوو ځمکو څښتن وايي که يې حق ور نه کړل شي، وروستۍ لار به يې د هغو پوځې اډو مخې ته احتجاج وي چې دوي يې خپل ملکيت بولي.

ورته مطالب