اوباما ته پر طالب دفتر د کرزي د لیک جزییات په ډاګه شول

کرزی او اوباما
Image caption ولسمشر اوباما ته د ولسمشر کرزي د لیک جزییات تر دې وړاندې نه و په ډاګه شوي

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي د بي بي سي پښتو وېبپاڼه ته په یوه ځانګړې لیکنه کې د هغه لیک جزییات په ډاګه کړي چې د طالبانو د دفتر له پرانیستو وروسته افغان ولسمشر د متحدو ایالاتو ولسمشر ته لیکلی و.

په قطر کې د طالبانو دفتر د جون په ۱۸ مه نېټه پرانیستل شو چې افغان حکومت یې د پرانیستلو پر ډول خوښ نه و.

دغه ناخوښي د ولسمشر کرزي په لیک کې څرګنده شوې ده.

٬قطر کې طالب دفتر څرنګه مطرح او جوړ شو٬ په نامه لیکنه کې ایمل فیضي لیکي:

٬٬ د جون په ۱۹مه، ولسمشر حامد کرزي په یوه لیک کې د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما ته ولیکل چې د طالبانو د دفتر پرانیستل په داسې ډول ترسره شو چې ستاسو د جلالتمآب د هغه لیک له محتوا سره کاملا تضاد لري، چې تاسو ماته د جون په ۱۴ رالیږلی و.٬٬

ښاغلی فیضي د جون د ۱۴ مې نېټې د لیک د جزيياتو د څرګندواي په یوه برخه کې لیکي:

٬٬ ولسمشر اوباما ولسمشر کرزي ته ولیکل چې د سولې له عالي شورا سره د مذاکرو د ترسره کېدلو لپاره د طالبانو د دفتر د جوړیدو په لاره کې پرمختګ د ده لپاره امیدوار کوونکی دی." په لیک کې راغلي دي چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان د حکومت له دغه نظر سره موافق دی چې د دفتر پرانیستل باید د سولې د عالي شورا او د افغان طالبانو ترمنځ د مذاکرې لپاره وي. په لیک کې زیاته شوې ده چې " دغه دفتر باید د یو سفارت او یا داسې یودفتر په توګه چې د امارت ، حکومت او د طالبانو د حاکمیت نماینده ګي وکړي، ونه ګڼل شي." په لیک کې په ټینګار سره راغلي دي چې " دغه دفتر او د هغه کارکوونکي باید نړیوالو تروریستي ډلو ته د مالي او نور ملاتړ په برابرولو، په جګړه ییزو فعالیتونو او په تاوتریخوالي کې ښکیل نه وي."

خو ښاغلی فیضي په خپله لیکنه کې ادعا کوي چې په دوحه کې د طالبانو دفتر د ولسمشر بارک اوباما په لیک کې د ورکړل شویو ضمانتونو سره په بشپړ تضاد کې پرانیستل شو.

ولسمشر اوباما ته د ښاغلي کرزي په لیک کې د افغان خاورې پر تمامیت او سالميت ټینګار شوی چې ښاغلی فیضي يې د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته په لیکنه کې یادوي:

" سوله د افغانستان د خلکو او دولت تر ټولو مهم لومړیتوب دی. سولې ته د رسېدو لپاره موږ د قطر دفتر جوړیدو ته ښه راغلاست ووایه خو نه په دې بیه چې زموږ د هېواد تمامیت، سالمیت، ملی یووالی او د تېرو څه د پاسه لسو کلونو لاسته راوړنې له خطر سره مخامخ کړي. د سولې د بهیر مشري باید افغانان وکړي افغانان به هیڅکله هم اجازه ورنه کړي چې د سولې پروسه د پردیو د اهدافو وسیله وګرځي. په قطر کې خبرې اترې باید د سولې د پروسې د پیل ټکی وګڼل شي او د دغې پروسې نور پړاوونه د هېواد دننه طی شي.٬٬

د ولسمشر کرزي په لیک کې بارک اوباما ته ویل شوي چې ٬٬د سولې د خبرو اترو له پیل کېدو سره باید زموږ د خلکو او امنیتي قواوو وژنه بنده شي.٬٬

ايمل فیضي وايي ٬٬که چیرې د طالبانو لپاره د دفتر په جوړیدو په افغانستان کې د جګړې لمن پراخه شي او د طالبانو په لاس د افغانستان د خاورې یوه برخه سقوط وکړي، د افغانستان لپاره به دا کار یو خارجي تجاوز وګڼل شي او په هغه صورت کې به بیا افغانستان له متجاوز هېواد سره په مخالفت کې په جدي عمل لاس پورې کړي.٬٬

ولسمشر اوباما ته د حامد کرزي د دغه لیک جزییات په داسې وخت کې په ډاګه شول چې د سه شنبې په ورځ دواړو ولسمشرانو په کم سارې ډول تر ۹۰ دقیقو د ویديويي تیلې فون له لارې خبرې وکړې.

ورته مطالب