هرات والي داوود شاه صبا له دندې استعفا وکړه

Image caption په داسې شرایطو کی نور نه غواړم د هرات والي په توګه کار وکړم. داودشاه صبا

ډاکټر داوود شاه صبا چی په دې ورستیو دریو کلونو کی د هرات والی و، نن د ( جون ۲۷ ) یې په رسمی توګه له خپلی دندی استعفا وکړه.

ده وویل ځینې کسان او ډلې شته چې هرڅه ځانته غواړي او د بل فکر خاوندان نه شي زغملای. ده په ځانګړې توګه د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو پر ادارې هم توندې نیوکې وکړې او یې ویل چې دغه اداره د قانون او اصولو خلاف چارې ترسره کوی.

د هرات والي د سیمه ییزو چارواکو په غونډه کې لومړی د خپلو لاس ته راوړنو بېلګې یادې کړې او بیا یې د خپلې استعفا لاملونه په ګوته کړل.

ده وویل هرات په تېرو دریو کلونو کی په بېلا بېلو برخو کی زیات پرمختګ کړی او شاوخوا نیم میلیارد ډالر یې د بنسټیزو پروژو د پلي کولو لپاره جذب کړي دي.

ده وویل د فساد پر وړاندې یې هم جدي مبارزه کړې خو په دې لاره کې هغو زورواکو ډېر خنډونه جوړ کړي چې په وینا یې هر څه په سیمه کې د ځان لپاره غواړی.

ده په دې اړه د کومې سیمه ییزې ډلې نوم وانخیست، خو تر ډېره یې د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو پر ادارې تور پورې کاوه.

ښاغلی صبا وویل "د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې باید د هرات سیمه ییزې ادارې سره د دغو ستونزو د هواري په برخه کې مرسته کړې وای، خو دوی نه یوازې دا چې د هرات د ادارې وړاندیزونه یې په دې تېر یو کال او څو میاشتو کې په پام کې نه دي نیولي، بلکې په هرات ولایت کې یې د قانون ماتولو سره زمونږ ستونزې لا ډېرې کړې دي."

ده د هرات په ولسوالیو کی د ټاکنو ترڅنګ ځینې نور مسایل هم یاد کړل چی په وینا یې په ناقانونه توګه د نوموړی اداره له خوا د هرات پر حکومتی اداره تپل شوي دي. ده دا راز د سیمه ییزو ارګانونو اداره یوې معاملاتي خونې یا دفتر ته تشبیه کړه.

"کله چې د هرات له زاویې نه کابل ته ګورم، ظاهراً داسې راته ښکاري چې د سیمه ییزو ارګانونو اداره تر ډېره د معاملاتو لارښونې دفتر ته ورته ده، نه داسې یوې ادارې ته چې سیمه ییزو حکومتونو سره د هغوی د ستونزو په هواري کې مرسته کوي. ښايي هغه کسان چې یو ځل یې هم کار دغې ادارې ته په مرکز کې بند شوی زما دا خبرې تایید کړي. کله چې په پټي کې اوبه وچې شي، نو واښو ته څه هیله پاتې کیدای شي."

ده زیاته کړه چی په داسې شرایطو کی نور نه غواړي د هرات د والي په توګه پاتې شي.

ښاغلي صبا دا هم وویل "ګرانو خویندو او وروڼو، زه نور دې پایلې ته رسیدلی یم سره له دې چې له هر څه خبر یم که بیا هم دې دندې ته دوام ورکړم نو دا خپله تر ټولو لویه بې مسوولیتي ګڼم، چې نه یوازې زما له پاره بلکې د هېڅ وګړي او هېڅ مدیر لپاره د منلو وړ نه ده او نه به وي."

د هرات والي دا هم وویل چی په دې اړه یې په لیکلې بڼه ۲۰ ورځې مخکې د افغانستان ولسمشر ته اطلاع ورکړې. ده هیله څرګنده کړه چی استعفا یې د ولسمشر له خوا و منله شي.

له ډېرو هڅو سره سره بریالی نه شوم چې د ډاکتر داود شاه صبا د استعفا او څرګندونو په اړه د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې غبرګون واورم.

ورته مطالب