برتانیا د افغان بندیانو د سپارلو لړۍ پیل کړه

Image caption کمپ بسټین د افغانستان هلمند ولایت کې د برتانیا تر ټولو لویه پوځي اډه ده.

برتانیا یوځل بیا اعلان کړی، چې له برتانوي ځواکونو سره په توقیف کې پراته افغان بندیان به افغان چارواکو ته وسپاري.

د برتانیا دفاع وزارت ویلي، د هغو افغان بندیانو لومړۍ جوپه افغان چارواکو ته وسپارل شوه، چې د برتانوي پوځيانو له خوا نیول شوي وو.

برتانیا وايي، په لومړۍ جوپه کې یې لس افغان بندیان افغان چارواکو ته تېره شپه وسپارل.

دفاع وزارت ویلي، ۸۲ نور هغه بندیان، چې د هلمند باسټین کمپ کې له برتانویانو سره دي، ژر به افغان چارواکو ته وسپارل شي.

کابل کې د برتانیا سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د برتانیا یوې محکمې موافقه وکړه، چې له برتانوي پوځيانو سره په توقیف کې ساتل شوي بندیان باید افغانانو ته وسپارل شي.

اعلامیه وايي، برتانیا لا له وړاندې هوډ کړی و، چې افغان بندیان ژر افغانستان ته وسپاري.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته وویل، چې افغان حکومت ته د بندیانو د سپارلو دریځ روښانه دی:

"څه موده مخکې ولسمشر کرزي د برتانیا له دفاع وزیر سره وکتل او له برتانیا جدي وغوښتل شول، چې ډېر ژر برتانیا افغانانو ته افغان بندیان وسپاري او حکومت د دې کار لپاره یو ضرب الاجل هم وټاکه".

دقیق شمېر

خو د افغانستان د دفاع وزارت یوه ویاند دولت وزیري بي بي سي ته وویل، چې د افغان بندیانو د سپارلو په اړه حکومت او دفاع وزارت هېڅ بهرنیانو ته دا حق نه ورکوي، چې د افغان بندیانو چارې له بهرنیانو سره وي:

"د افغانستان حکومت او د دفاع وزارت قطعاً دا حق چا ته یا بهرنیانو ته نه ورکوي، چې افغانستان کې زندانونه ولري. هغه بندیان چې هلمند کې له بهرنیو ځواکونو سره دي دقیق شمېر یې نه دی راته معلوم، خو په اړه یې خبرې روانې دي".

ښاغلی وزیري وايي، چې د دغو بندیانو سپارلو لپاره پوره چمتووالی لري او د دفاع وزارت ټینګار هم دا دی چې دغه بندیان دوی ته وسپارل شي.

د تېر جون په لومړیو کې د افغانستان حکومت په هلمند کې د برتانوي ځواکونو په ولکه کې د لسګونو افغان زندانیانو د ورسپارلو لپاره د جون ۲۲ مه نېټه ټاکلې او ویلي یې وو.

افغانستان له برتانیا څخه په هلمند کې د افغان زندانیانو د ورسپارلو او په دغه هېواد کې د برتانیايي بې پېلوټه الوتکو د کارونو پر چارو سپیناوی غوښتی و.

د روان میلادي کال د مۍ میاشتې په پای کې د برتانيا د دفاع وزارت ویلي و چې شاوخوا ٩٠ افغان بنديان چې په هلمند ولايت کې د برتانيا په پوځي اډه باسټيېن کې بنديان دي افغان چارواکو ته ورسپاري:

" موږ ډاډه یو چې پروان کې افغان بندیانو افغانانو ته وسپارو، چې دا د بندیانو د شکنجې له اړخه یو خوندي ځای دی. اوس موږ د بندیانو د لېږد په اړه له افغان چارواکو سره پرخبرو بوخت یو. لومړۍ جوپه افغان بندیان تېره شپه افغان چارواکو ته وسپارل شول او نور به راتلونکو ورځو کې وسپارل شي".

تر دې دمخه د هغو قانوني اسنادو له مخې چې د بي بي سي گوتو ته ورغلي وو، اټکل کېږي لږ تر لږه ۸۵ شکمن کسان په هلمند ولايت کې د برتانېې په پوځي اډه باسټين کې ساتل شوي دي.

د بنديانو مدافع وکيلان په زندان کې د خپلو موکلانو شرايط د گوانتانامو له زندان سره پرتله کوي او د هغه هېواد له سترې محکمې غواړي چې دغه کسان خوشي کړي.

د پروان زندان

دغه بندیان به په پروان ولایت کې د افغان ځواکونو زندان ته ولېږدول شي، چې له کمپ باسټین څخه شاوخوا ۷۰۰ کلومتره لرې دی.

وړاندې د برتانیا د دفاع وزارت ویلي وو، له تېرې نومبر میاشتې راهیسې له خپلو افغان همکارانو سره پر دې کار کوي، چې افغان قضايي سېستم ته د بندیانو د لېږد لړۍ بېرته روانولو لپاره یوه خوندي لار را وباسي.

ورته مطالب