پاکستان افغان دیپلومات ته له طالبانو سره د واک وېشلوسلا ورکړې٬٬

افغان بیرغ
Image caption سرچينه وايي پاکستاني لوړپوړي [ارواکي افغان ديپلومات ته ويل چې د واک پر وېشلو یې فکر کړی

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت یوې سرچینې د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته د پاکستان د یوه لوړ پوړي چارواکي او د یوه افغان دیپلومات د غونډې جزییات په ډاګه کړل.

سرچینې چې د نوم له ښوولو یې د اوس لپاره ډډه کوله وویل چې د پاکستان د ملي امنیت د څانګې یوه مهم سیاستوال په اسلام اباد کې له یوه لوړ پوړي افغان ديپلومات سره په غونډه کې پوښتنه مطرح کړه چې ''د واک پر وېش څه وايي؟''

د دغې غونډې دقیق وخت په باب سرچینې له څه ویلو انکار وکړ خو دا خبره په داسې وخت ښکاره کېږي چې ولسمشر کرزي د برتانیا له لومړي وزیر سره په ګډ خبري کنفرانس کې تور ولګاوه چې ځینې هېوادونه په تېره پاکستان د افغانستان د وېشلو هڅه کوي او د ده په وینا د طالب واکمنیو برخې غواړي.

کابل کې د بهرنیو چارو د وزارت سرچینې وویل افغان ديپلومات ته دا هم ویل شوي چې د افغانستان ولایتونو ته دې واک ورکړل شي چې یو ډول فدرالي سیستم جوړ شي.

د شنبې په ورځ ( د جون ۲۹) ولسمشر کرزي په کابل کې له برتانیايي لومړي وزیر دیوید کېمېرون سره په ګډ خبري کانفرانس کې وویل:

''موږ داسې ګنګوسې اورېدلي او داسې هڅې مو ترسترګو شوي چې ځینې هېوادونه له تېرو شپږو میاشتو هلې ځلې کوي چې په افغانستان کې وړې وړې باچاهۍ جوړې کړي او یو دوه سیمې طالبانو ته وسپاري''.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکي په دې وروستیو کې بیا خړې شوي او کابل په پرله پسې ډول پر اسلام اباد تورونه لګولي چې د طالبانو ملاتړ او ان لارښونه کوي.

پاکستان دغه تورونه ردوي.

په اسلام اباد کې د برتانیا له لومړي وزیر سره په کتنه کې د ولسمشر زرداري له خولې ویل شوي چې په افغانستان کې سوله او ثبات د پاکستان په ګټه دی.

ورته مطالب