"فدرالي نظام افغانستان کې کار نه ورکوي"

Image caption د ښاغلي کرزي په وینا دغه نظام په افغانستان کې خریدار نه لري.

افغان ولسمشر حامد کرزی وايي، د فدرالي نظام طرح د افغانستان اوسني حالت سره سمون نه لري او دغه نظام به افغانستان د ملګ الطوایفي په لور یوسي.

ولسمشر کرزي چې تېره ورځ ناوخته د برتانیا له لومړي وزیر ډېوېډ کامېرون سره په یوې ګډې خبري غونډه کې خبرې کولې وویل، ځینې هېوادونه هڅه کوي چې فدرالي نظام په افغانستان کې پلی شي.

د ښاغلي کرزي په وینا دغه نظام په افغانستان کې خریدار نه لري.

طالبانو سره خبرې اترې، ولسمشریزې ټاکنې، د افغان ځواکونو سمبالول، او له ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان سره د برتانیا مرسته د حامد کرزي او ډېوېډ کامېرون ترمنځ د بحث موضوعاګنې وې.

خو د دغې ناستې یوه مهمه موضوع د ولسمشر کرزي دا اندېښنه وه چې ګواکې ځينې هېوادونه په افغانستان کې د فدرالي نظام پلي کولو لپارهڅې کوي.

"له شپږ میاشتو راهیسې ګورو داسې هڅې روانې دي چې د طالبانو له لارې یا هم هغوی ته د یوه دوه ځایونو د سپارلو له لارې پر افغانانو ملوک الطوایفي وتپي، په دې اړه له یوشمېر هېوادونو سره خبرې شوې دي. موږ د پاکستان په اړه هم ځینې آوازې اورېدلي او داسې راپورونه لرو چې په دې برخه کې هڅې کوي. نه پوهېږم چې په دې کې د پاکستان ګټه څه ده. په حقیقت کې په افغانستان کې دا شان یو حالت تر ډېره د پاکستان په زیان دی."

د افغانستان اوسنی نظام ریاستي دی او ولسمشر د درېواړو قواوو مشري کوي خو یو شمېر کسان، ګوندونه او سیاسي ډلې له څو کلونو راهیسې په دغه هېواد کې د فدرالي نظام د پلي کولو وړاندیز کوي.

دغه ډلې او ګوندونه په دې باور دي چې فدرالي نظام د یو کس په لاس کې د واک له تمرکزه مخنیوی کوي او په واک کې د سیاسي ګوندونو ورګډېدو ته لار هواروي.

د افغانستان د ولسي جرګې غړی او د حکومت سیاسي مخالف حفیظ منصور وايي:

"هغه وايي، موږ فکر کوو چې د یو سیاسي نظام قوت د خلکو ملاتړ او رضایت پورې تړلی دی. دغه ملاتړ او رضایت هغه مهال شونی دی چې خلک په نظام کې شریک وي. په نا متمرکزه نظامونو کې لکه فدرالي نظام خلک د خپل برخلیک په تعینولو کې پورته لاس لري."

خو د افغانستان د سیاسي نظام د تعینولو واک یوازې خلکو سره دی.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې یوازې لویه جرګه کولای شي د مهمو ملي مسایلو لکه د سیاسي نظام تعینولو په اړه پرېکړه وکړي.

ورته مطالب