نواز شریف وايي افغانان باید سولې مشري مخته یوسي

کامیرون او نواز شریف
Image caption کامیرون له پاکستان سره په ګډه د ترهګرۍ ضد مبارزې ژمنه وکړه.

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته د برتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامیرون پر پاکستان غږی کړی، چې د "افغانستان د سولې او ثبات لپاره" ریښتینې هڅې او همکاري وکړي.

کامیرون د پاکستان له لومړي وزیر سره په خبرو کې د ترهګرۍ پرضد د ګډو هڅو ژمنه وکړه.

د برتانیا لومړي وزیر وویل، د ترهګرۍ ضد روانه جګړه د سخت دریځۍ مبارزه کې د پانګونې سربېره، سخت ځواب ته اړتیا لري.

ښاغلي کامیرون پخپلو خبرو کې له پاکستان وغوښتل، چې د یوه "دیموکرات" او "باثباته" افغانستان لپاره همکاري وکړي.

پاکستان ته د برتانیا لومړي وزیر پخپل دوه ورځني رسمي سفر کې د پاکستان له نوي ټاکل شوي لومړي وزیر نواز شریف سره هم وکتل.

د تېرې شنبې پر ورځ ښاغلی کامیرون له ولسمشر اصف علي زرداري سره غږېدلی.

"دواړه د ترهګرۍ ضد جنګېږي"

کامیرون له د پاکستان د لومړي وزیر دفتر کې له هغه سره د خبرو پرمهال وویل چې دواړه هېوادونه د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د یوځای جنګېدو لېواله دي:

"دا یوه داسې جګړه ده، چې سخت او پرېکنده امنیتي ځواب ته اړتیا لري. خو داسې جګړه هم ده، چې لمن یې ورځ تر بلې پراخېږي".

په تېره مې میاشت کې د لومړي وزیر په توګه د نواز شریف ټاکل کېدل د پاکستان په تاریخ کې لومړی ځل و، چې له یوه ملکي حکومته واک په دیموکراتیک ډول بل لوري ته سپارل کېږي.

د برتانیا لومړي وزیر له نواز شریف سره خبرو کې دا هم ویلي چې "باور لرم، چې د پاکستان هیله هم د یوه باثباته، شتمن، باامنه او دیموکرات افغانستان جوړېدل دي. همداشان افغانستان هم پاکستان ته همدا تمه لري".

Image caption د برتانیا لومړي وزیر د تېرې شنبې په ورځ د هلمند باسټین کمپ کې د برتانوي پوځيانو له کتلو وروسته له ولسمشر حامد کرزي سره ګډ خبري کنفرانس ته خبرې وکړې.

کامیرون نواز شریف ته ویلي، چې ولسمشر حامد کرزي هم هیله وښوده، چې له روانو ناخوالو د راوتلو لپاره له هر ممکنه لارې ګټه واخیستل شي.

نواز شریف هم ډاډ ښوولی، چې د یوه باثباته او امن افغانستان لپاره به خپلې هڅې جاري وساتي:

"د افغانستان د سولې بهیر باید په هره مهمه موضوع کې شامل وي، دا بهیر باید پخپله د افغانانو په مشرۍ افغانان مخته بوځي".

دواړو مشرانو دا ژمنه هم کړې، چې د ۲۰۱۵ کال ترپایه باید پاکستان او برتانیا د سوداګرۍ کچه دوه اعشاریه پنځو میلیارد ډالرو ته لوړه کړي.

د برتانیا لومړي وزیر د تېرې شنبې په ورځ د هلمند باسټین کمپ کې د برتانوي پوځيانو له کتلو وروسته له ولسمشر حامد کرزي سره ګډ خبري کنفرانس ته خبرې وکړې.

ورته مطالب