د بادغیس کلابندو پولیسو ژغورلو لړۍ پیل شوه

افغان سرحدي پولیس
Image caption د بادغیس ولایت د هېڅ کومې ولسوالۍ سړک پوخ شوی نه دی او هواره لار نه لري.

هغو سلو پوله ساتونکو پولیسو ته د هوا له لارې د مرستو رسولو لړۍ پيل شوې چې د بادغیس د مورچاق په سیمه کی د وسله والو مخالفیو له خوا کلابند شوي دي.

چارواکي دا مني چې شاوخوا سل سرحدي پولیس د بادغیس د موریچاق په سیمه کې تراوسه د مځکې له لارې له نورو امنیتي ځواکونو سره اړیکي نه لري.

د بادغیس د امنیې قوماندان شرف الدین شرف وایي شاوخوا درې سوه وسله والو مخالفینو هغه لارې بندې کړې چې په سیمه کی د سرحدي پولیسو دوو پوستو ته غځېدلې دي.

نوموړی زیاتوي، چې اوس دغو ځواکونو ته د هوا له لارې د کومکونو د رسولو لړۍ پیل شوې ده:

برید ته حشر

''اته څلوېښت ساعته کېږي، چې د بادغیس او څنګلورو ولایتونو نژدې ۳۰۰ وسله وال راغونډي شوي او زموږ پر پوستو یې بریدونه کړي، تر اوسه موږ ته تلفات نه دي اوښتي، خو دښمن ته مرګ ژوبله اوښتې ده. یوازې زموږ پر دوو پوستو یې خواړه درولي، دولت اوس له دغو بندو پولیسو سره مرسته پیل کړې ده''.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي په سیمه کې د ترسره شوې نښتې له امله یوازې درې پولیس ټپیان دي او ادعا کوي چې یوولس مخالفین وژل شوي، خو طالبانو په دې اړه څرګندونې نه دي کړې.

مورچاق د بالامرغاب ولسوالۍ یو کلی دی چې د همدې ولسوالۍ له مرکزه ۳۵ کیلومتره لرې موقعیت لري.

دا د بادغیس د هغو ولسوالیو په کتار کې راځي چې وسله وال مخالفین پکې ډېر نفوذ لري.

د بادغیس ولایت د هېڅ کومې ولسوالۍ سړک پوخ شوی نه دی او هواره لار نه لري.

له همدې کبله امنیتي ځواکونو ته ګرانه ده چې پر دې لارو د اکمالاتو امنیت ټینګ کړي.

ورته مطالب