د مالیې وزیر پر خپله دنده پاتې شو

حضرت عمر زاخېلوال
Image caption په غونډه کې ځینو وکیلانو د مالیې وزیر مخکنۍ غونډه کې د زاخېلوال د وینا په اړه نیوکه کړې وه.

د افغانستان د مالیې وزیر د ولسي جرګې استیضاحیه غونډې ته تر وینا وروسته، د ۱۰۵ مخالفو رایو په مقابل کې د ۷۲ د تایید رایو په اخیستو سره پرخپله څوکۍ پاتې شو.

د افغانستان ولسي جرګه ټول ټال ۲۴۵ غړي لري، چې د وزیرانو د صلاحیت ردولو لپاره د جرګې د ټولو غړ ۱۲۳ (۱+۵۰) رایو ته اړتیا ده.

خو په نننۍ غونډه کې د نصاب د کمښت له کبله د مالیې وزیر بېرته پر خپله څوکۍ پاتې شو.

د جرګې مشر عبدالرؤوف ابراهیمي د غونډې په پای کې وویل: "له ۲۴۵ وکیلانو، ۱۸۷ یې حاضر وو، د مالیې د وزیر د صلاحیت اخیستو لپاره ۱۲۳ مخالفو رایو ته اړتیا وه، خو وزیر صاحب ته ۱۰۵ د رد رایې واچول شوې".

د مالیې وزیر حضرت عمر زاخېلوال د دوشنبې پر ګهيځ د ولسي جرګې استیضاحیه غونډې ته ورغی او د جرګې مخکنۍ استجوابیه غونډې ته د نه ورتګ په اړه یې وویل چې جرګې پر ده بې بنسټه تورونه لګوي.

په غونډه کې ځینو وکیلانو د مالیې وزیر مخکنۍ غونډه کې د زاخېلوال د وینا په اړه نیوکه کړې وه.

زاخېلوال د وکیلانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل، داسې کره ثبوتونه لري، چې د جرګې ځینې وکیلان قاچاق او فساد کې لاسونه لري او دغه اسناد یې څارنوالۍ ته استولي دي.

هغه دا هم وویل چې پر ولسي جرګې د هغه له لوري د لګول شویو تورونو سپیناوی د جرګې د وکیلانو کار نه دی، بلکې لویه څارنوالۍ باید دغه تورونه وڅېړي.

هغه وویل: " د جرګې په مخکنۍ استیضاحیه غونډه کې مې ستاسو پوښتنوې ځواب کړې، داسې ځوابونه مې درکړل، چې زیاترو وکیلانو ته د قناعت وړ وو او پرېکړه دا شوه چې دا موضوع څارنوالۍ ته واستول شي ".

زاخېلوال وویل، چې په مقابل کې یې د جرګې شپږ وکیلان ولاړ دي.

مخکنی استیضاح

د افغانستان ولسي جرګې د تېر ثور/ غويي پر ۲۳ د مالیې وزیر فساد کې د لاس په لرلو تورن کړ او وزیر یې د جرګې استیضاحیه غونډې ته وروباله.

خو کله چې ښاغلی زاخېلوال د جرګې غونډې ته ورغی، شپږ وکیلان یې په فساد او له دندې په ناوړه ګټې اخیستو تورن کړل.

که څه هم د مالیې وزیر له لوري د ځینو وکیلانو د فساد دوسیې افشا کولو ټول وکیلان چوپه خوله کړل او ده وکړای شو چې د جرګې د وکیلانو قناعت حاصل کړي، خو بیا وروسته د وکیلان او زاخېلوال ترمنځ ترینګلتیا رامنځ ته شوه.

په جرګه کې د زاخېلوال له لوري تورنو شویو وکیلانو د مالیې پر وزیر د فساد له اړخه نوي تورونه ولګول، همدا وو چې لویې څارنوالۍ د دغو تورونو له کبله دواړې غاړې د تحقیق لپاره وروغوښتې.

لویې څارنوالۍ له دې کبله پنځه وکیلان ممنوع الخروج اعلان کړل، چې څارنوالۍ ته حاضر نه شول.

ورته مطالب