د افغان پولیسو د مرګ ژوبلې کچه شل سلنه لوړه شوې

Image caption د افغان پوليسو د مرگ ژوبلې د کچې يو لامل دادى چې اوس پوليسو د دفاعي حالت پر ځاى بريدگر حالت غوره کړی. صدیق صدیقي

د افغانستان کورنيو چارو وزارت وايي چې په تېره يوه مياشت کې د افغان پوليسو مرگ ژوبله څه باندې شل سلنه ډېره شوې ده.

د ياد شوي وزارت چارواکي وايي چې تېره مياشت افغان امنيتي ځواکونو نژدې ٣٩٠ عمليات تر سره کړي چې په ترڅ کې یې نژدې ٣٠٠ تنه پوليس وژل شوي تر ٦٠٠ ډېر ټپيان شوي دي.

چارواکي ټول افغانستان ته د پوليس ځواکونو غځېدل،د وسله والو مخالفانو له خوا د ماين کارونې ډېرېدل،او د پولسيو بريد گر حالت د دغې مرگ ژوبلې له لاملونو بولي.

مصطفى سالک له کابله خپل رپوټ کې د اړوندافغان چارواکو له قوله وايي چې په تېره لمريزه مياشت غبرگولي کې افغان امنيتي ځواکونو يانې پوليسو، پوځ او ملي امنيت بنسټ په ټوله کې ٣٨٧ پوځي عمليات کړي دي.

چې له دې ټولگې څخه ٦٠ عمليات او ١٠ څوونه يانې کمينونه يوازې د افغان پوليسو له خوا تر سره شوي دي.

د افغانستان کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وويل چې د دغو عملياتو په ترڅ کې ٢٩٩ ملي او سيمه یيز پوليس وژل شوي او ٦١٨ تنه نور ټپيان شوي دي، چې په وينا يې د وړمې مياشتې پرتله څه باندې ٢٠ سلنه ډېروالى ښيي.

ښاغلي صديقي وويل د افغان پوليسو د مرگ ژوبلې د کچې يو لامل دادى چې اوس پوليسو د دفاعي حالت پر ځاى بريدگر حالت غوره کړې، بله دا چې وسله والو مخالفانو ماين کارونې ته ډزر مخ کړى. نوموړي سربېره پر دې جگړه او ځانمرگي بريدونه هم د پوليسو د مرگ ژوبلې د ډېرېدو جوت لاملونه وبلل.

بله غاړه د ايساف ځواکونو چارواکو وويل چې په اپوټه توگه د تېرې مياشتې په ترڅ کې د دوى د ځواکونو مرگ ژوبله د لا تېرې مياشتې پرتله ښکته راغلې ده خو نه يې شمېرې ورکړې او نه يې د دې چارې لاملونه په گوته کړل.

افغان ځواکونه وايي چې د تېرې مياشتې په ترڅ کې يې د حکومت پر وسله والو مخالفانو هم کارنده او مرگوني گوزارونه کړي دي.

وياند صديق صديقي وويل چې د غبرگولي په مياشت کې د پولسيو د وژل شوې کچې تر دوو برابرو ډېر وسله وال مخالفان وژل شوي، چې شمېر يې ٧٥٣ کسانو ته رسېږي، همدا راز وايي چې ٢١٤ تنه مخالفان ټپيان شوي او ٣٠٥ تنه نور ژوندي نيول شوي دي.

افغان پوليس وايي چې سربېره پر دې يې ١٥ ځانمرگي بريگر هم وژلي همدا رازپوليس د سلگونو ميلو وسلو د نيولو او او د همدومره شمېر ماينونو د شنډ ولو خبره هم کوي.

ورته مطالب