افغان چارواکي وايي د ځانمرګي برید مخه یې نیولې

Image caption . خبر پاڼه کې ویل شوي، چې برید ګر د افغان ملي امنیتي ځواکونو جامې اغوستې وې.

د افغانستان د ملي امنیت عمومی ریاست، یوه خبر پاڼه کې ویلي چې د دغې ادارې منسوبینو نن ګهیځ ( دوشنبه جولای لومړۍ ) یو ځانمرګی بریدګر هدف ته له رسېدو مخکې وواژه.

خبر پاڼه کې ویل شوي، چې وژل شوي برید ګر غوښتل، کابل ښار کې صدرات څلور لارې ته څېرمه د کابل امنیت پر ریاست ځانمرګی برید وکړي، خو د خبر پاڼې له مخې د یاد ریاست منسوبینو، هدف ته له رسېدو مخکې وپېژاند او په ډزو یې وواژه.

خبر پاڼه کې ویل شوي، چې برید ګر د افغان ملي امنیتي ځواکونو جامې اغوستې وې او دغه راز ویل شوي، چې دې لړ کې پلټنې پیل شوې دي.

د افغان حکومت وسله والو مخالفانو دم ګړۍ په دې باب څه نه دي ویلي.

له دې مخکې د تېرې جون میاشتې په ۲۵ د افغان پلازمېنې کابل زړه کې له ولسمشرۍ ماڼۍ سره څېرمه پر امنيتي ځواکونو ځانمرګو برید ګرو بريدونه وکړل.

هغه وخت رپوټونو کې ویل شوي وو، چې برید ګر وتوانېدل له وژل کېدو مخکې یوې څېرمه ودانۍ ته ننوځي.

د کابل امنیې قوماندان ایوب سالنګي هغه مهال وویل، برید له پیله دوه ساعته وروسته پای ته ورسېد. د نوموړي په خبره اټکل کېږي، چې برید ګر څلور کسان وو او له امنیتي پوستو یې د تېرېدو لپاره جعلي کارتونه کارولي وو.

ورته مطالب