"که طالبان دسولې خبرې رد کړي، قطر دفتر تړل کېږي"

Image caption چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو دغه پرېکړه به په راتلونکو څو ورځو کې اعلان شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، که په قطر کې د وسله والو طالبانو استازي له افغان حکومت سره د سولې خبرې رد کړي، نو دغه دفتر به وتړل شي.

چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو دغه پرېکړه به په راتلونکو څو ورځو کې اعلان شي.

کابل نه د بي بي سي ماریا محب په خپل رپوت کې کاږي، چې د افغانستان د سولې عالي شورا په قطر کې د وسله والو طالبانو د دفتر د تړل کېدو د شونتیا خبره له هغه وروسته کوي، چې وسله والو طالبانو په قطر کې د دفتر له پرانیستو سره سم ويلي وو ، چې دوی له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته چمتو نه دي.

اوس افغان حکومت وايي، که وسله وال طالبان د سولې لپاره له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر نه شي، نو د هغه تړون له مخې چې لا د مخه شوی، هغه دفتر به وتړل شي.

د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدین رباني وايي، راتلونکو څو ورځو کې به وسله وال طالبان په دې باب خپله وروستۍ پرېکړه په ډاگه کړي.

" تر اوسه نه شو ویلای، چې د قطر بهیر ناکام شوی دی، موږ او تاسو په دې پوه یو، چې وسله وال طالبان د لوحې او جنډې له را کوزولو وروسته په خپل منځ کې سره سلا مشورې کوي، شونې ده، چې راتلونکو څو ورځو کې خپله وروستى پرېکړه په ډاگه کړي. که هغوی دې ته چمتو نه وي، چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو ته کښېني، نو د هغه تړون له مخې چې شوی، دغه دفتر به وتړل شي."

ښاغلي رباني دغه څرګندونې د جمعت اسلامي ګوند د لنډمهاله تشکیلاتو په باب جوړې شوې غونډه کې وکړې.

له هغه وروسته چې د دغه ګوند مشر برهان الدین رباني، شا وخوا دوه کاله مخکې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو، د دغه ګوند سرپرستي د ښاغلي رباني زوی صلاح الدین رباني پر غاړه واخیسته.

اوس جمعیت اسلامي ګوند خپل لنډمهالي تشکیلات اعلان کړل.

صلاح الدین رباني د مشر، احمدضیامسعود او کلیم الله نقیبي د مرستیالانو، عطامحمد نور د اجرایوي شورا مشر او عبدالشکور واقف د ویاند په توګه وټاکل شول.

ورته مطالب