م م :که رانه وغوښتل شي د سولې بهیر کې مرسته کوو

Image caption د ملګرو ملتونو مرستیال سرمنشي یو ځل بیا خپله ژمنتیا څرګنده کړه، چې دغه اداره به افغانستان یوازې نه پرېږدي.

ملګري ملتونه وايي، که د افغان سولې روان بهیر له ستونزو سره مخامخ شي، د غوښتنې په صورت کې دوی چمتو دي، چې په دغه بهیر کې ونډه واخلي.

ګلستان شینواری له کابله خپل رپوټ کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ین ایلیاسن له قوله وايي، دوی هیله من دي، چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې د خبرو بهیر به پر مخ ولاړ شي، خو که په دغه بهیر کې پرمختګ ستونزمن شي، ملګري ملتونه چمتو دي، چې د ښکېلو غاړو په غوښتنه د دوی تر منځ منځګړیتوب وکړي.

ښاغلي ایلیاسن همداراز ټینګار وکړ، چې د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره د راروانو ټاکنو په راڼه ډول تر سره کېدل یو اړین ګام دی.

نوموړي همدراز پر طالبانو غږ وکړ، چې د روانې لانجې د حل لپاره د تاوتریخوالي پر ځای سوله ییزه لار غوره کړي.

ملګري ملتونه وايي، که څه هم د افغان سولې او پخلاینې په لار کې خنډونه شته، خو له دې سره سره دغه اداره هیله څرګندوي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې دا بهیر به پر مخ ولاړ شي.

د ملګرو ملتونو مرستیال سرمنشي ین ایلیاسن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، تر اوسه له دوی څخه د سولې په خبرو کې د منځګړیتوب غوښتنه نه ده شوې، خو په وینا یې که د پخلاینې او روغې جوړې روان بهیر له ستونزو سره مخامخ شي، دوی چمتو دي، چې د ښکېلو غاړو او په ځانګړي ډول د افغان حکومت په غوښتنه په دغه بهیر کې ونډه واخلي.

" که د سولې روان بهیر پر مخ ولاړ شي، دا به د ملګرو ملتونو لپاره یو ښه زېری وي. خو که چېرته داسې یو حالت رامنځته شي، چې دغه بهیر پکې له ستونزو سره مخامخ شي، موږ چمتو یو چې په دې برخه کې رول ولوبوو، خو دا کار به یوازې په هغه صورت کې وکړو، چې له موږ غوښتنه وشي. تر اوسه پورې له موږ د دا ډول رول د تر سره کولو غوښتنه نه ده شوې."

ښاغلي ایلیاسن همدراز زیاته کړه، چې د سولې روان بهیر یوازې هغه مهال ښې پایلې لرلای شي، چې واګې یې د افغانانو په لاس کې وي. نوموړي د سولې د منځ ته راتګ لپاره د طالبانو او د افغانستان د سولې عالي شورا تر منځ مخامخ خبرې اړینې وبللې.

نوموړي له طالبانو هم وغوښتل چې د روانې لانجې د پای ته رسولو لپاره له تاوتریخوالي لاس واخلي او پر ځای یې له یوې سوله ییزې لارې د حل هڅه وکړي.

د ملګرو ملتونو مرستیال سرمنشي په افغانستان کې د راتلونکي کال رڼې او ولسواکې ټولټاکنې د دغه هېواد د روښانه راتلونکي او د تېرې لسیزې د بریاو د ساتلو لپاره اړینې وبللې. ښاغلي ایلیاسن وویل چې له افغان مشرانو سره یې په خپلو لیدنو کې د ټاکنو اړوند قوانینو پر ژر جوړېدا ټینګار کړی او دوی هم ورته ډاډ ورکړی دی.

" زه په دې خبرې ډېر ډاډمن شوی یم، چې ولسمشر کرزي او د ملي شورا د دواړو جرګو مشرانو ما ته باور راکړ چې د ټاکنو اړوند دوو قوانینو د تصویب او توشېح کار به بې له ځنډه بشپړ او لاسلیک کړي."

ښاغلي ایلیاسن همدراز په ټاکنو کې د مېرمنو ونډه مهمه وبلله او له افغان دولته یې وغوښتل چې په دغو ټاکنو د خلکو د پراخ ګډون لپاره زمینه برابره کړي.

د ملګرو ملتونو مرستیال سرمنشي یو ځل بیا خپله ژمنتیا څرګنده کړه، چې دغه اداره به افغانستان یوازې نه پرېږدي او له ۲۰۱۴ کال وروسته به هم په پوهنې، روغتیا، کرنې او نورو پرمختیايي برخو کې له دغه هېواد سره خپلې مرستې روانې وساتي.

ورته مطالب