پاکستان د کریمي څرګندونې د 'سپکاوي هڅه' بللې

شېر محمد کريمي
Image caption د جنرال کریمي څرګندونې د افغانستان او پاکستان د اړیکو ترمنځ د اړیکو په یوه حساس وخت راغلې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په تازه غبرګون کې د افغانستان د پوځ لوی درستیز جنرال شیر محمد کریمي څرګندونې " د پاکستان د بدنامولو لپاره یوه بله هڅه " بللې ده.

جنرال شیر محمد کریمي بي بي سي ته ویلي وو، که چېرې پاکستان طالبانو ته ووايي له اورپکۍ لاس واخلي، افغانستان کې اونیو کې سوله راتلی شي.

خو پاکستان وايي، چې دوی پر افغان طالبانو هېڅ کنټرول نه لري او نه یې هم طالبان پر افغانستان ور "ایله " کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي، چې "موږ دا څرګندونې په مطلق ډول ردوو. په تېرو څو میاشتو کې د افغان ملکي او پوځي چارواکو د تندې لهجې پر وړاندې پاکستان د چوپې خولې سیاست غوره کړ".

دغه وزارت همدا شان ویلي چې "دا ډول څرګندونې د افغان حکومت د ننه د ځینو عناصرو له لوري د بې اتفاقۍ لپاره لمن وهل دي. پاکستان تل د افغان مشرتابه په غوښتنې د پخلاینې د بهیر ملاتړی رول لوبولی. د دې بهیر مخته بېولو کې زموږ رول ټولو ته مالوم دی".

د پاکستان حکومت وايي، د نړیوالې ټولنې د هغو هڅو مخنیوی نه کوي، چې افغانستان ته د سولې راتلو لپاره یې کوي.

پاکستان وايي، تمه یې دا ده چې افغان چارواکي له "بې بنسټه" ادعاوو ډډه وکړي، "بلکې د یوه داسې چاپېریال رامنځ ته کولو لپاره هلې ځلې وکړي، چې ګډو اهدافو، سولې، ټیکاو او پرمختګ ته د رسېدو لاره هواره کړي".

له بي بي سي سره د کریمي مرکه

د افغان پوځ لوی درستيز ستر جنرال شېر محمد کريمي وايي چې که پاکستان طالبانو ته ووايي له اورپکۍ لاس واخلي، په افغانستان به جګړه په اونيو کې پای ته ورسېږي.

جنرال کريمي بي بي سي ته ويلي پاکستان پر طالب مشرانو ولکه لري او هم يې پنا ورکړې ده، او په قصدي ډول اورپکيو ته د دې لار پرانيزي چې افغانستان کې بريدونه وکړي.

پاکستان دا خبره ردوي چې پر اورپکو ډلو دې کوم اغېز ولري او ټينګار کوي د داسې اوږدو پولو خوندي کول اسانه کار نه دی چې په اسانۍ پرې تګ راتګ کېږي.

په تېر اپرېل کې د ناټو يو راپور دا خبره رابرسېره کړې وه ګواکې پاکستان پر دې پوهېږي چې طالب مشران يې په خاوره کې پټ دي.

حساس وخت

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبرياله وايي د جنرال کريمي څرګندونې په يوه حساس وخت کې کېږي، داسې وخت چې امريکا په کې له طالبانو سره د سولې خبرو هلې ځلې کوي، او ناټو جنګي ځواکونه پرله پسې توګه له افغانستان نه په وتو دي.

جنرال کریمي وايي: "پاکستان کې مدرسې بندې شوې او ټول طالبان یې افغانستان ته خوځېدلي دي. که چېرې پاکستان او امریکا له زړه وغواړي، افغانستان کې ژر سوله راتلی شي".

"که چېرې پاکستان د طالبانو پر مشرانو د بریدونو د درولو فشار راوړي، دا به د سولې له بهیر سره ډېره مرسته وکړي".

داسې رپوټونه هم خپاره شوي چې د افغان طالبانو جنګي مشران لکه د حقاني شبکې مشر نصیرالدین حقاني اسلام اباد کې د ای اېس ای مرکز ته څېرمه اوسېږي.

خو پاکستان تل دا ډول خبرې رد کړې دي، او وايي چې ګڼ اورپکي یې د افغانستان پر پوله ختيځ کونړ کې ځای پرځای شوي او په وینا یې له هماغه ځایه د پاکستان پر شمال لوېديځو سیمو بریدونه کوي.

د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د پولې ناامنۍ د دواړو هېوادونو چارواکو ته لوی سرخوږی پیدا کړی دی.

بې باوري

د جنرال کریمي څرګندونې د افغانستان او پاکستان د اړیکو ترمنځ د اړیکو په یوه حساس وخت راغلې دي.

په داسې حال کې چې راتلونکی کال له افغانستانه د ناټو ځواکونو وتل بشپړېږي، امریکا هڅه کوي، چې طالبانو سولې ته راضي کړي.

تېره میاشت د طالبانو د سولې مرکچیانو لپاره د قطر دوحه کې دفتر پرانیستل شو.

د امریکا متحده ایالتونه او افغان مشران له طالبانو غواړي، چې له افغان حکومت سره یوځای شي او په دې سره د سولې بهیر ګړندی کړي.

دوی وايي، له طالبانو سره سوله او پخلاینه هله راتلی شي، چې طالبان له القاعدې شبکې سره خپل ټول اړیکي غوڅ کړي، افغانستان کې بریدونه بند کړي او افغان اساسي قانون ومني.

Image caption جنرال کریمي پاکستان تورنوي، چې افغانستان ته اورپکي رالېږي.

پاکستاني چارواکي په یوه ډول نه یوه ډول د سولې د خبرو تر شا دي، او اسلام اباد عموماً دا خبره کوي، چې له افغان حکومت سره دوستانه اړیکي لري او ظاهراً ځان د سولې بهیر کې "ریښتینی" بولي.

خو وايي، چې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته باید افغانستان د پاکستان د "ځمکنۍ بشپړتیا" پرضد د خطر ځای ونه ګرځي.

په دوحه کې د طالبانو د دفتر تر پرانیستل کېدا څو ساعته وروسته ولسمشر حامد کرزي د سولې پر خبرو شک وښود او وویل که چېرې د سولې خبري د افغانانو په مشرۍ مخته ولاړې نه شي، سوله هېڅ مانا نه لري، همدا وو چې له امریکا سره یې د امنیتي تړون پر سر خبرې ودرولې او وویل چې قطر ته له طالب مرکچیانو سره د خبرو لپاره خپل استازي نه لېږي.

خو اسلامپالي سخت دریځي وايي، پر افغان حکومت باور نه لري، چې په وینا یې واکمن حکومت د امریکا "لاسپوڅی" دی.

طالبان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر بشپړو وتلو ټینګار کوي.

ورته مطالب