''د توکیو کنفرانس ژمنې عملي کولو کې حکومت او نړیوالو ناغیړي کړې''

توکیو کنفرانس
Image caption د ۲۰۱۲ کال په جولای میاشت کې د افغانستان په ګډون د کابو اویا هېوادونو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو استازو د جاپان په ټوکیو ښار کې غونډه وکړه.

په کابل کې د افغان حکومت او نړیوالو مرستندویانو له غونډې سره هم مهال یو شمېر کورنیو او بهرنیو بنسټونو په توکیو کنفرانس کې د شویو ژمنو د پلي کولو په برخه کې د کوټلیو ګامونو د نه پورته کولو له کبله پر افغان حکومت او نړیوالې ټولنې نیوکې کړې دي.

کابل کې زموږ خبریال ګلستان شینواری وايي، د افغانستان په اړه د توکیو له نړیوال کنفرانسه د یوه کال په تېرېدو یو شمېر کورني او بهرني بنسټونه وايي هغه ژمنې چې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې له خوا د دغه هېواد د راتلونکي په اړه شوې وې، هغسې چې لازم وو، نه دي عملي شوې.

د توکیو کنفرانس ځانګړې پاڼه

د بښنې نړیوال سازمان د انتقالي عدالت پر نه پلي کېدو اندېښنه څرګنده کړې او د کابل له غونډې یې غوښتي، چې د ښځو او بشري حقونو د پلي کولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

دغه بنسټ د یوې خبرپاڼې په خپرولو له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د ټوکیو کنفرانس د ژمنو د پلي کولو لپاره هڅې وکړي.

همداراز د افغانستان د شننې او پوهاوي ډلې په نامه یوه کابل مېشتي بنسټ د توکیو له کنفرانسه وروسته د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ژمنې ارزولې او په اړه یې وايي، چې افغان دولت په تېر یوه کال کې د ولسواکۍ، ښې حکومتولۍ، مالي او بانکي مسایلو، د ګمرکي عوایدو د راټولونې او انډولیز پرمختګ په برخو کې د خپلو کړو ژمنو په تر سره کولو کې بې له کومې څرګندې تګلارې پڅ عمل کړی دی.

د دغه بنسټ مشر اجمل عبید عابدي وايي، که څه هم نړیوالې ټولنې هم د دغو ژمنو په پلي کولو کې ناغېړي کړې، خو په وینا یې ډېره پړه د افغان دولت پر غاړه ده.

خو د کابل په غونډه کې افغان چارواکو او د ملګرو ملتونو استازي ټینګار وکړ، چې په بېلابېلو برخو کې پاموړ پرمختګونه شوي دي.

د ۲۰۱۲ کال په جولای میاشت کې د افغانستان په ګډون د کابو اویا هېوادونو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو استازو د جاپان په ټوکیو ښار کې غونډه وکړه او د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره یې له یوه بل سره یو لړ ژمنې وکړې.

نن یو ځل بیا د افغان حکومت او د نړیوالې ټولنې استازي د یادو ژمنو د ارزولو په موخه په کابل کې سره راټول شوي وو.

ورته مطالب