"بهرنیان دې د صنعتي پارکونو سيمه پرېږدي"

Image caption د افغانستان د صنعت کارانو بنسټ وايي د څرخي پله د پارک په څه باندې ٥٠ سلنه برخه کې بهرنيو لوجستیکي شرکتونو ميلمستونونه، د تيلو زيرمې او نور تاسيسات جوړ کړي دي.

په کابل کې پر يوه بهرني لوجستيکي شرکت تر وسلوال بريد وروسته افغان صنعت کارانو له هغو بهرنيانو د سيمې پريښودلو غوښتنه کړې په دغه سیمه کې یې زيرمې او گودامونه جوړ کړي دي.

افغان صنعت کاران وايي په صنعتي پارک کې د بهرنيانو د ميلمستونونو او شرکتونو شتوالى د دې لامل گرځي چې د حکومت وسلوال مخالفان پر دغه ځاى بريدونه وکړي چې له دې سره دوى هم زيانمنيږي.

افغان صنعت کارانو له افغان امنيتي ځواکونو غوښتنه کړې چې د دوى د کار ځايونو امنيت خوندي کړي.

د افغانستان د صنعت کارانو بنسټ وايي د څرخي پله د پارک په څه باندې ٥٠ سلنه برخه کې بهرنيو لوجستیکي شرکتونو ميلمستونونه، د تيلو زيرمې او نور تاسيسات جوړ کړي دي.

له يوه کاله په کمه موده کې د څرخي پله په پارکونو کې درې ځله پر بېلا بېلو بهرنيو شرکتونو وسلوال بريدونه شوي چې په ترڅ کې یې د افغان صنعت کارانو کار ځايونو ته هم پام وړ زيانونه اوښتي دي.

د افغانستان د صنعت کارانو د بنسټ مشر جبار ساپي له بهرنيو شرکتونو وغوښتل چې د دوى د انديښنو له کبله په سملاسي توگه د صنعتي پارکونو سيمه پرېږدي.

دوه ورځې مخکې چې د څرخي پله په پارکونو کې پر يوه بهرني لوجستيکي شرکت کوم وشو پر بهرني شرکت سربیره یې د افغان صنعت کارانو درې کارخانې هم زيانمنې کړې.

د افغانستان د صنعت کارانو بنسټ وايي يوې افغان کارخانې ته خو تر دوو لکو ډالرو هم ډېر زيان اوښتى دى.

د څرخي پله په صنعتي پارکونو کې اوس مهال تر ٢٥٠ ډېرې کارخانې فعالې دي چې نژدې ٤٠ زره کسان په کې پر کار بوخت دي.

ورته مطالب