افغانستان: د ټاکنو له کمېسیونه د مدني ټولنو غوښتنه

Image caption د تګلارې له مخه باید د بنسټونو دندې ځانګړې شي. باري اسلام

د افغانستان يو شمېر مدني ټولنو د يوې گډې غونډې په ترڅ کې له افغان حکومته او د دغه هېواد د ټاکنو له خپلواک کمېسیونه وغوښتل، چې د يوې تگلارې په ترڅ کې د ټاکنو په برخه کې د کورنيو او بهرنيو بنسټونو او په ځانگړي ډول د مدني ټولنو ونډه جوته کړي، بله دا چې وخت پر وخت له دغو بنسټونو سره سلا مشورې وکړي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د ټاکنو د قانون له مخه بل کوم بنسټ ته په دغه بهير کې ځانگړې ونډه نه شي ورکولاى، خو هغه بنسټونه چې له افغان حکومت سره ثبت دي دوى ورسره سلا مشورې روانې ساتلې.

د بي بي سي مصطفى سالک له کابله خپل راپور کې وايي، چې د افغانستان يو شمېر مدني ټولنو کابل کې له افغان حکومت او د دغه هېواد د ټاکنو له خپلواک کمېسیونه وغوښتل چې د ټاکنو له بهير سره اړوند بنسټونه بايد د يوې تگلارې په رڼا کې په گډه سره کار وکړي او بيا خپلې کړنې د يو بل د پياوړتيا لپاره د ناستو او غونډو په ترڅ کې شريکې کړي.

د مدني ټولنو د بنسټونو د ټولگې وياند باري سلام وويل چې د يادې شوې تگلارې له مخه بايد د اړوندو بنسټونو دندې ځانگړې شي.

"د مدني ټولنو له ليدلوري افغان حکومت او د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر دې نه دي توانيدلي چې د ټاکنو د پړاوونو او د هغو د ترسره کېدنې په اړه يوه کره تگلاره وړاندې کړي.د دغه راز تگلارې پر بنسټ د ټاکنو د بهير په ترڅ کې بايد د اړوندو کورنيو او بهرنيو بنسټونو ونډه جوته شي، چې د بېلگې په ډول، وزارتونه، امنيتي بنسټونه، مدنې ټولنې، مرستندويان او نور يادولاى شو"

خو د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وياند نور محمد نور بي بي سي ته وويل چې دوى د قانون له مخه بل کوم بنسټ ته د ټاکنو د بهير په ترڅ کې کومه ځانگړې ونډه نه شي جوتولاى، خو وايي د دغه بهير په اړه له هغو گوندو او مدني ټولنو سره سلا مشورې روانې ساتي چې د افغانستان له عدليې وزارت سره ثبت دي او دوى ته يې د خپل ثبت د کره والي پاڼې سپارلې دي.

ښاغلي نور وویل په ټاکنيز بهير کې مدني ټولنې او گوندونه همدومره ونډه اخیستلاى شي چې په اړونده برخه کې د خلکو پوهاوى لوړ کړي او په ځانگړي ډول ښځې وهڅوي چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي.

په هغو ټاکنو کې چې د ټاکنو د کمېسیون د وينا پر بنسټ به د راروان ١٣٩٣ لمريز کال د وري مياشتې پر ١٦ نېټه تر سره کېږي، يانې څه کم يو کال وروسته.

ورته مطالب