افغان صنعت کاران: له صنعتي سیمې دې بهرنیان ووځی

Image caption دوې ورځې مخکیني برید سربيره پر بهرني شرکت د افغان صنعت کارانو درې کارخانې هم زيانمنې کړې وې.

کابل کې پر يوه بهرني لوژيستيکي شرکت تر وسله وال بريد څو ورځې وروسته افغان صنعت کارانو له هغو بهرنيانو د سيمې پريښودو غوښتنه کړې ده، چې هلته يې زيرمې او گودامونه جوړ کړي دي.

افغان صنعت کاران وايي چې په صنعتي پارک کې د بهرنيانو د ميلمستونونو او شرکتونو شتوالى د دې سبب کېږي چې د حکومت وسله وال مخالفان پر دغه ځاى بريدونه وکړي، چې دوى هم ورسره زيانمنېږي.

کابل کې د بي بي سي خبریال مصطفى سالک خپل رپوټ کې کاږي، چې افغان صنعت کارانو له افغان امنيتي ځواکونو هم غوښتي چې د دوى دکار ځايونو امنيت خوندي کړي.

د افغانستان د صنعت کارانو بنسټ وايي، چې د څرخي پله د پارک په څه باندې ٥٠ سلنه برخه کې بهرنيو لوژيسيتکي شرکتونو ميلمستونونه، د تيلو زېرمې او نور تاسيسات جوړ کړي دي.

د ياد شوي بنسټ چارواکي وايي چې دا زېرمې او تاسيسات د دې سبب کېږي چې د حکومت وسله وال مخالفان پر صنعتي پارکونو بريدونه وکړي.

له يوه کاله په کمه موده کې د څرخي پله په پارکونو کې درې ځله پر بېلو بهرنيو شرکتونو وسله وال بريدونه شوي دي چې په ترڅ کې د افغان صنعت کارانو کار ځايونو ته هم پام وړ زيانونه اوښتي.

پر همدې بنسټ د افغانستان د صنعت کارانو د بنسټ مشر جبار ساپي له بهرنيو شرکتونو وغوښتل چې د دوى د اندېښنو له کبله په سملاسي توگه دصنعتي پارکونو سيمه پرېږدي.

دوې ورځې مخکې چې د څرخي پله په پارکونو کې پر يوه بهرني لوژيستيکي شرکت کوم بريد شوى و، سربېره پر بهرني شرکت يې د افغان صنعت کارانو درې کارخانې هم زيانمنې کړې وې.

د افغانستان د صنعت کارانو بنسټ وايي چې يوې افغان کارخانې ته خو تر دوو لکو ډالرو هم ډير زيان اوښتى دى.

د څرخي پله په صنعتي پارکونو کې اوسمهال تر ٢٥٠ ډېرې کارخانې فعالې دي، چې نژدې ٤٠ زره کسان په کې پر کار بوخت دي.

ورته مطالب