هلمند کې وسله والو یوه جګپوړې افغان افسره وژلې

اسلام بي بي
Image caption اسلام بي بي اصلاً د کندوز ولایت اوسېدونکې ده.

د هلمند سیمه ییز چارواکي وایي چې ناپېژاندو وسله والو په دغه ولایت کې یوه جګپوړې ښځینه پولیسه په ډزووژلې.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي چې اسلام بي بي په مرکز لښکرګاه کې هغه مهال تر برید لاندې راغله چې له کوره د دندې پرلور روانه وه.

ښاغلی ځواک وایي، له اسلام بي بي سره په دغه برید کې د هغې زوم سخت ټپي شوی دی.

۳۷ کلنه اسلام بي بي له ېرې یو لسیزې راهیسې د هلمند د ښځینه پولیسو په برخه کې او یوه تر ټولو فعاله ښځینه پولیسه بلل کېده.

اسلام بي بي اصلاً د کندوز ولایت اوسېدونکې ده.

نوموړې دوې میاشتې وړاندې رسنیو ته ویلي وو، چې درې ځلې د خپل ورور له خوا په مرګ ګواښل شوې.

خو هغې ویلي وو چې دا ګواښونه یې له پامه غورځولي او خپلې دندې ته یې ادامه ورکړې.

اسلام بي بي یوې بهرنۍ ورځپاڼې ته ویلي ووچې: ''زه په خپله دنده ویاړم او غواړم خپلو خلکو او هېواد ته خدمت وکړم، نو په همدې خاطر مې خپل ژوند په خطر کې اچولی، خو د کورنۍ غړي (پلار، خور او ورور) رانه خوښ نه وو''.

اسلام بي بي وېره ښودلې وه چې له بهرنیانو افغان لوري ته د امنیتې مسولیتونو د لېږد بهیر له بشپړېدو سره به ښایي خپلې دوولس کلنې لاسته راوړنې خوندې نه کړي.

هغه اندېښنه چې نن په واقعیت بدله شوه.

ورته مطالب