"مدرسه" فلم دوه کاله وروسته نندارې ته وړاندې کېږي

Image caption دغه فلم کې مو یو لړ بدلونونه راوستي. اسد سکندر

په پام کې ده چې دشبنې په ورځ ( جولای ۶) د مدرسې په نوم فلم د افغان سینماګرو د هڅو او د ملي شورا د منځګړیتوب په پایله کې په کابل کې نندارې ته وړاندې شي.

دا فلم په ایران کې د یوې کډوالې کورنۍ انځور وړاندې کوي چې ښوونځي ته د خپلو ماشومانو د استولو په لاره کې ډېر کړاو ګالي.

د دې فلم جوړوونکي او لوبغاړی اسد سکندر کابل کې د بي بي سي خبریال سمیع الله موسی زي ته ویلي، چې دا فلم د لیدونکي احساسات پاروي، له همدې امله د ده په وینا دوه کاله وړاندې په کابل کې د ایران د سفارت د فشار په پایله کې نندارې ته وړاندې نه شو.

خو نوموړی وايي اوس داستونزه هواره شوې ده.

دوه کاله وړاندې د دې فلم د نندارې د مخنیوي له امله ډیر اعتراضونه او نیوکې وشوې او د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ پر وزارت تور ولګید چې ګواکې د دې مخه یې د ایران په پلوي نیولې ده.

ښاغلی سکندر وايی دې فلم کې یو لړ بدلونونه راوستي او د افغان سینماګرانو او د افغانستان د ملي شورا د یو شمېر غړو په هلو ځلو په پام کې ده چې نندارې ته وړاندې شي.

د دې فلم صحنې د افغانستان په لوېدېځ هرات ولایت کې ثبت شوې دي او لوبغاړي یې افغانان دي.

ورته مطالب