افغان جګړه کې د وژل شویو د کورنیو بوږنوونکی حالت

Image caption د افغانستان په روانه جګړه کې د ښکېلو غاړو پر جنګیالیو سربېره زرګونه ولسي وګړي او د دولت ملکي مامورین هم وژل شوي دي او کورنۍ یې بې سرپرسته پاتې شوې.

د افغانستان په روانه جګړه کې زرګونه کسان وژل شوي، چې د ډېرو کورنۍ یې د دوی له مرګه وروسته بې سرپرسته پاتې دي.

که څه هم افغان حکومت وايي، چې د جګړې د قربانیانو له کورنیو سره مرستې کوي، خو ډېر دا ډول خلک شکایت کوي، چې یا ورسره هېڅ مرسته نه ده شوې او یا هم په لومړیو ورځو کې یو څه مرسته ورسره کېږي او بیا وروسته له پامه غورځول کېږي.

د ولسي جرګې غړي هم پر حکومت نیوکه کوي، چې د لوړې کچې بهرنیو مرستو سره سره د جګړې د قربانیانو له پاتې شونو سره پاموړ مرسته نه کوي.

کارپوهان پر دې باور دي، چې د دا ډول کورنیو ماشومان په راتلونکي کې تاوتریخوالي ته مخه کوي او له خپلې ټولنې کرکه کوي.

د افغانستان په روانه جګړه کې د ښکېلو غاړو پر جنګیالیو سربېره زرګونه ولسي وګړي او د دولت ملکي مامورین هم وژل شوي دي.

په دغو وژل شویو کسانو کې ډېر داسې دي، چې تر شا یې د کورنۍ غړي بې سرپرسته پاتې کېږي.

د داسې کورنیو بېلګې ډېرې دي، چې د یوه یا څو غړو له وژل کېدو وروسته یې نه یوازې ماشومان له زده کړو پاتې شوي، بلکې د دوه وخته ډوډۍ پیدا کول هم ورته ستونزمن شوي دي.

د شپږو وژل شویو د کورنۍ حالت

تېر کال په خوست ولایت کې یوه ځانمرګي برید د یوه کاله شپږ غړي ووژل او کورنۍ یې وايي، چې دولت ورسره هېڅ مرسته نه ده کړې.

د دې کورنۍ یوه سپین سرې مېرمن وايي دغې پېښې تر لسو ډېر ماشومان او مېرمنې بې سرپرسته ورپرېښې دي.

" هلکان مو سبايي له کوره لاړل، په بازار کې یې موچې توب کاوه. پر دوکان ناست وو، ځانمرګی و، که بم و، چاودنه وشوه شپږ کسه مو شهیدان شول. دوه مې ورونه وو، یو مې زوی و، یو مې د تره زوی و، یو مې لېورزی و او یو مې د ترور زوی و. پنځه یتیمان زما د بچي پاتې شول، پنځه مې د تره د زوی پاتې شول او د ورور مې یو ماشوم پاتې شو. دریو ودونه کړي وو، نورو دریو نه وو کړي."

دا مېرمن وايي، په لومړي سر کې ورسره د خوراکي توکیو او یو څه نوره مرسته وشوه، خو له هغې راوروسته ورسره دولت هېڅ مرسته نه ده کړې.

" پروسږکال دغه موسم په روژه کې راسره یو څه مرسته وشوه، بیا مو د چا مرسته نه ده لیدلې. یو دانه خوږه مو له چا نه ده لیدلې. پروسږکال په روژه کې یې یو څه غوړي او وریژې راکړې وې، بیا راته چا څه نه دي راکړي."

که څه هم په روانه جګړه کې ځانمرګو بریدونو او سړک غاړې بمونو زرګونه ولسي وګړي او ملکي مامورین وژلي، خو ځینې وختونه د پرمختیايي کارونو کارپوهان په لوی لاس په نښه شوي او وژل شوي دي.

څه موده وړاندې د کرنې وزارت د بڼوالۍ د څانګې دوه تنه متخصصین نقیب الله سالک او نور اکبري د لوګر- کابل پر لار وسله والو له ګاډي کوز کړل او په ډزو یې ووژل.

د دغو دواړو په وژل کېدو هم د دوی اولادونه او مېرمنې بې سرپرسته پاتې شول. د دغې پېښې په درېمه ورځ د نقیب الله سالک کور ته ورغلم، چې د کورنۍ غړي، خپلوان او دوستان یې فاتحې ته راټول شوي وو.

د نقیب الله سالک مېرمن د کور په یوه خونه کې ترې راچاپېرو پنځو ماشومانو ته وکتل او په نهیلۍ یې وویل، نه پوهېږي، چې د ماشومانو راتلونکی څنګه خوندي کړي.

"عاطفه سالک یم. د بي بي سروري سنګري لېسې ښوونکې او د نقیب الله سالک مېرمن یم. پنځه ماشومان لرم. دوه هلکان دي، درې نجونې. مشر ماشوم مې اوس په دولسم ټولګي کې دی. کوچنی زوی مې په دویم ټولګي درس وايي."

سودابه د نقیب الله سالک لور د منځني ښوونځي زده کوونکې ده. دا وايي، پلار به یې ورته تل ویل چې ټول بچیان یې باید د ده په څېر لوړې زده کړې وکړي، خو اوس دوی بې اسرې پاتې شول.

"هر وخت به یې ویل، بچیانو زه زیار وباسم. د هېواد د ابادۍ لپاره خواري کوم. موږ ته به یې ویل، چې زده کړې وکړﺉ. زما په څېر شۍ. پلار مې لاړ. موږ بې برخلیکه شو. پلار زموږ لپاره هر څه و. اوس موږ یوازې پاتې شو."

د کندهار وژل شوي وروڼه

په جګړه کې د وژل شویو افغان امنیتي ځواکونو د کورنیو اقتصادي حالت هم خوندي نه دی.

د کندهار د نېش ولسوالۍ یو اتیا کلن سپین ږیری اوسېدونکی ملا عبدالستار وايي، کابو درې کاله وړاندې یې شپږ پولیس زامن د وسله والو لخوا په یوه برید کې ووژل شول.

"نهه زامن الله راکړي وو. نهه سره مې په پولیسو کې اچولي وو. زه هم ورسره وم. د کوتل پاچ په غره چې ور واوښتو، طالبانو کمین را ته نیولی و، شپږ زامن یې را شهیدان کړل."

نوموړی وايي، تر دې مهاله ورسره هېڅ دولتي سرچینې مرسته نه ده کړې

" له هغه وخته تر اوسه پورې له ما سره له ولسمشره رانیولې تر وزیره، تر والي، تر قوماندانه، تر ولسواله یوه افغانۍ چا راته نه ده راکړې. وطن مو وچ دی، یوڅاڅکی اوبه نه لرو. ۱۸ یتیمان او کونډې را ته ناست دي. دوی اوس څه وکړي؟"

د کار، ټولنیزو چارو، شهداو او معلولینو چارو وزارت وايي، دوی په جګړه کې د وژل شویو نظامیانو، دولتي مامورینو او ولسي وګړو کورنیو ته په میاشتني ډول له قانون سره سمې پیسې ورکوي.

د دغه وزارت د شهداو او معلولینو د برخې مرستیاله ثریا پیکان وايي، دا کار د وژل شویو کسانو کورنیو ته له وثیقې جوړولو وروسته کوي.

"د شهید ورثې ته موږ وثیقه جوړوو د محکمې لخوا نه، بیا یې معاش تثبیتېږي، چې باید څومره پیسې ورکړل شي. د پولیسو، اردو، امنیت جنرالانو، ډګروالانو معاشونه یې کورنیو ته سل فیصده ورکول کېږي. ملکي مامورینو ته هم د رتبې اړوند معاش ورکول کېږي، چې ۱۵۰۰ افغانۍ تقریبا په میاشت کې ورکوو."

خو ډېر خلک بیا د دغه وزارت پر دې پروګرام نیوکه کوي او وايي، چې له دغه بهیر وتل یو ستونزمن او ډېرو کورنیو ته ناشونی کار دی.

ملا عبدالستار وايي، ده دغه وزارت ته خپل غوښتنلیک سپارلی خو تر اوسه ورته خپل حق نه دی رسېدلی.

" راغلم دلته مې اته میاشتې تېرې کړې. په دې اتو میاشتو کې ما و نشو کړای، چې محترم ولسمشر ووینم. بېرته لاړم او دا دی اوس بیا راغلی یم. ما خو ټولو چارواکو ته خبر ورکړی، چې زما شپږ زامن وژل شوي. که په قانون کې حق لرم، را یې کړﺉ، که یې نه لرم، نه یې غواړم. په کندهار کې چارواکو ته ورغلی یم، والي ته ورغلی یم، قوماندان ته ورغلی یم. دغه استحقاق چې په میاشتني ډول ورکوي، دا یې هم لا نه دی راکړی. د معلولینو رییس ته ورغلم، تصدیق مې له نېشه راوړ، دلته ورته پروت یم، یوه افغانۍ یې تر اوسه نه ده راکړې."

د ولسي جرګې غړي غبرګون

د افغانستان د ولسي جرګې غړي هم په دې برخه کې دولت په ناغېړۍ تورنوي.

د دغې جرګې غړی عبدالرحیم ایوبي وايي، افغان دولت د دا ډول کورنیو د لاسنیوي په نامه میلیونونه ډالر اخلي، خو د اړمنو کسانو په درد نه لګي.

" دولت وايي، چې موږ د امریکا له سي آی ای څخه پیسې په ډېر فخر په دې دلیل اخلو چې دا پیسې موږ د کونډو یتیمانو او د پېښې له قربانیانو سره د مرستې په ډول کاروو. همدراز وايي، له ایران څخه هم پیسې د دې لپاره اخلو، چې موږ له دا ډول خلکو سره پرې مرسته کوو. د دې تر څنګ د ۹۲ کوډ له لارې هم له بودجې څخه ولسمشر ته میلیونونه ډالر د دې لپاره ورکول کېږي، چې دی له دا ډول کورنیو سره مرسته او همکاري وکړي. د شهداو او معلولینو وزارت، د سرې میاشتې ریاست او هغه خیریه بنسټونه چې له خلکو څخه په افغانستان کې له خلکو سره د مرستې په نامه پیسې ټولوي، د هغوی د فعالیتونو، مرستو او همکاریو ژوندۍ بېلګه خو دغه سپین ږیری دی، چې ان څوک پرې خبر هم نه دي، چې داسې یو څوک هم شته چې شپږ زامن یې د دې نظام لپاره قرباني کړي دي. داسې نه چې یا پر ماین ختلي، یا یې کور بمباري شوی، بلکې ټول پولیس وو."

دغه ډول کورنۍ چې خپل سرپرستان له لاسه ورکړي، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ کېږي، خو ډېر زیان یې ماشومانو ته اوړي.

د ټولنپوهنې کارپوهانو نظر

د ټولنپوهنې کارپوه او څېړونکی ډاکټر نظام الدین کټوازی وايي، د دا ډول کورنیو ماشومان په لومړي پړاو کې زده کړو او روغتیايي مرکزونو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخامخ کېږي.

"د دې اغېزې پر ټولنه او کورنۍ خورا منفي دي. لومړی دا چې کله د ماشومانو کورنۍ ته تاوان رسېږي، اکثره له خپلو کورنیو سره د دوی اړیکې پرې کېږي او دوی ته د زده کړو د لاسرسي په لاره کې مشکلات پیدا کېږي. همدراز په غیر مسقیم ډول روغتیايي مرکزونو ته د دوی لاسرسی کمېږي، چې دوی ته زیات تاوانونه رسوي. له بلې خوا دوی له هغو شرایطو محروم پاتې کېږي، چې د دوی د ذهني او جسماني ودې لپاره اړین وي."

دا ډول ماشومان له اروايي پلوه هم ځورول کېږي او د وخت په تېرېدو تاوتریخوالي ته مخه کوي.

Image caption بې سرپرسته ماشومان، د تاوتریخوالي په فضا کې رالویېږي او روزل کېږي او داسې فکر ورسره پیدا کېږي، چې تاوتریخوالی ښايي خپلو هدفونو ته د رسېدو لپاره له دوی سره قانوني او یوازنۍ وسیله ده. ډاکټر نظام الدین کټوازی

ډاکټر کټوازی وايي، دا چې دوی د ټولنې او دولت له مرستو بې برخې وي، په دوی کې پخپله هم د خواخوږۍ حس کمزوری کېږي.

"دوی د تاوتریخوالي په فضا کې رالویېږي او روزل کېږي او داسې فکر ورسره پیدا کېږي، چې تاوتریخوالی ښايي خپلو هدفونو ته د رسېدو لپاره له دوی سره قانوني او یوازنۍ وسیله ده. همدراز دوی په داسې ډول راپورته کېږي، چې د خواخوږۍ احساس ورسره کمېږي. نو دا په راتلونکي کې د ټولنې په کچه د جرمونو د زیاتېدو یو مهم عامل ثابت شوی دی."

کارپوهان همداراز پر دې باور دي، چې که دولت او نړیواله ټولنه په افغان جګړه کې د وژل شویو وګړو د کورنیو لاسنیوی او د هغوی د ماشومانو زده کړو او روزنې ته پام و نه کړي، دغه هېواد به په نږدې راتلونکي کې یو بل داسې نسل ولري، چې د نړیوالو له میلیاردونو ډالرو مرستو سره سره به د محرومیت احساس لري، له خپلې ټولنې او دولته به کرکه کوي او د تاوتریخوالي پر وړاندې به زیانمنونکي وي.