مدني ټولنې د سولې په بهیر اندېښمنې دي

Image caption طالبانو تېره په قطر کې خپل سیاسي دفتر پرانیست.

په افغانستان کې یو شمېر مدني ټولنې په دغه هېواد کې د سولې د بهیر پر رڼوالي اندېښنه لري.

ځینې مدني ټولنې، چې ځان د افغانستان د عدالت غوښتونکو ایتلاف ګڼي، وايي د سولې بهیر روڼ نه دی.

دوی دا رنګه د افغانستان د راتلونکي په اړه هم اندېښمنه لري.

دغو مدني ټولنو چې په کابل کې یې د سولې پر روان بهیر غونډه جوړه کړې وه، نیوکه کوله، چې د سولې د خبرو په اړه ډېرې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي، چې باید روښانه شي.

د غونډې ډېرو ویناوالو په قطر کې د طالبانو لپاره پرانیستل شوی دفتر نه یوازې ګټور نه باله، بلکې دا یې هم ویل چې ممکن د دغه دفتر له امله د افغانستان حالت لا کړکیچن شي.

د عدالت غوښتونکو په نوم د مدني ټولنو د ایتلاف مشر، لیاقت علي وايي، چې قطر ته د طالبانو رسېدل او بیا په نړیواله کچه د هغوی مطرحه کېدل، خپله یوه لویه پوښتنه ده.

"دا ځل هم له طالبانو سره د سولې خبرې د ۱۹۹۰ لسیزې په څېر لویه تېروتنه ده. دا، چې څه ډول طالبان په دې بریالي شول، چې د بې هویتۍ له مرحلې نه، د قطر لوړې سیاسي درجې ته ورسېږي او خپل ځآن په نړیوالو سیاسي معاملو کې وګوري، یوه لویه پوښتنه ده."

به همدې حال کې د فساد پرضد د مبارزې ادارې مشر عزیرالله لودین بیا وايي، چې دی اصلا د سولې بر بهیر باور نه لري.

"ترڅو، چې افغانستان خپله اداره اصلاح نه کړي، تاسې په هېڅ ډول پالیسي نه شی پلې کولی. که چېرې حالت د همدغې اوسنۍ ادارې په څېر روان وي، اصلاح نه شي رامنځ ته کېدای. زه اوس یو له هغو کسانو یم، چې ایمانآ د سولې پر روانو پروګرامونو هېڅ باور نه لرم. زه په دې باور یم، چې د افغانستان د خلکو عزت، په هر ډول چې وي، باید خوندي شي."

په قطر کې د طالبانو د دفتر له پرانیستلو وروسته، اوس نژدې هره ورځ د کابل د لویو مجلسونو د سر موضوع د سولې خبرې او راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې وي.

ځینې یې د سولې پر شورا او ځینې نور یې پر حکومت نیوکې کوي.

ورته مطالب