د غزني دوه چارواکي چاودنې 'سخت ژوبل' کړي

فضل احمد ټولواک
Image caption برید کې فضل احمد ټولواک سخت ټپي شوی دی.

د غزني د سولې د عالي شورا رییس او د ده یک ولسوال فضل احمد ټولواک او همدا شان د اندړو پخوانی ولسوال شېرخان یوسفزی او دوه نور کسان غزني ښار ته څېرمه په یوه چاودنه کې سخت ټپیان شوي او چلوونکی یې وژل شوی.

غزني کې زموږ خبریال اسدالله جلالزی وايي، له ده یک ولسوالۍ د پولیسو د فارغینو له یوه محفله د ستنېدو پرمهال ددغو چارواکو پر لېږدوونکي ګاډي ماین وچاودېد.

دی وايي، چې ماین غزني ښار ته څېرمه په کلا جوز سیمه کې وچاودېد.

د غزني د سولې عالي شورا مرستیال خلیل الله هوتک وايي چې د فضل احمد او یوسفزي وضعیت ډېر خراب و، نو ځکه یې د درملنې په موخه د پي ارټي روغتون ته یووړل.

د غزني ملکي روغتون رییس ډاکتر باز محمد همت وايي، یوه بجه یې دوی ته پنځه سخت ټپیان او یو مړی وروړي، چې دوه ولسوالان او د هغوی ساتونکي وو.

دا پر فضل احمد څویم برید دی، خو دغه ځل یې سخت ژوبل کړی دی.

څه موده مخکې هم غزني ښار کې د فضل احمد ټولواک دفتر ته څېرمه پر بایسکل چاودېدونکي توکي ځای پرځای شوي وو چې په چاودلو سره یې د هغه اووه ساتونکي ټپیان کړل.

د تېر جون په وروستیو کې د غزني اب بند ولسوالۍ کې د افغان ملي اردو د څلورو سرتېرو او د عامه نظم د یوه ساتونکي مړي موندل شوي وو، چې له ارزوګان ولایته کابل ته پرلاره درې ورځې مخکې کوز کړل شوي دي.

ورته مطالب