نادولتي مؤسسو ډېری پیسې 'بې ځایه' لګولې

عبدالهادي ارغنديوال
Image caption د افغانستان د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال وايي، د پالیسۍ او پروګرامونو په پلي کولو او یا هم د حکومت کمزوري اقتصادي پروګرامونه د دې لامل شوي، چې ډېرې پیسې بې ځایه ولګول شي.

د افغانستان د څو دولتي بنسټونو او وزارتونو مسوولین او د لسګونو نادولتي سازمانونو او انجیو ګانې استازي په کابل کې سره راټول شوي او په هېواد کې په تېره یوه لسیزه کې د نادولتي بنسټونو کارونه ارزوي.

افغان حکومت وايي، یوشمېر نادولتي بنسټونو په تېره یوه لسیزه کې په ځینو برخو کې ښه کار کړی او کارونه يې اغېزمن وو، خو ډیرې انجیو ګانې له دولتي ادارو سره همغږي نه وې، او مرستې يې په خپلواکه توګه نه دي لګولي.

کابل کې زموږ خبریاله ماریا محب په وینا، د افغانستان د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال وايي، د پالیسۍ او پروګرامونو په پلي کولو او یا هم د حکومت کمزوري اقتصادي پروګرامونه د دې لامل شوي، چې ډېرې پیسې بې ځایه ولګول شي:

''په تېرو لسو کلونو کې د یوې پروژې لپاره هم پانګونه نه ده شوې، سره له دې، چې ډېرې پیسې افغانستان ته راغلي دي، داسې پروژه، چې حداقل زرو کسانو ته پکې د دوامداره کار زمینه برابره شوې وي، نه يې لرو. ټولې لنډمهاله پروژې پلي شوي دي.

د سفر شرایط

پالیسۍ همداسې طرحه شوې دي. که په تېرو یوولسو کلونو کې مو سم کار کولی، له بهره مو وارداتي برېښنا ته اړتیا نه درلوده''.

د اقتصاد وزیر وايي، د نا دولتي موسسو ډېری کارکوونکي د متخصص او کارپوه کادرونو په نوم په لوړو معاشونو له بهره افغانستان ته راغلي او د هېواد د ننه یې د ځوانانو ځایونه نیولي دي.

ښاغلی ارغندیوال وايي، له دې وروسته به افغانستان ته د دغو کسانو پر سفرونو سخت شرايط ولګول شي.

خو د اقتصاد په وزارت کې د انجوګانو مشر سیدهاشم بصیرت د انجوګانو له کارونو خوښي ښيي.

نوموړی په دې باور دی، چې د نادولتي کوچینو سازمانونو او د لویو نړیوالو سازمانونو ترمنځ توپیر لیدل کېږي:

''لویې پروژې اصلآ د انجیوګانو په واک کې نه دي، پروژې چې دوی کار کوي، هغه منځنۍ او کوچنۍ پروژې دي. لويې پروژې د قراردادیانو دي. ډېری قراردادیان پروژې نه دي.

د خلکو ستونزه دا ده، چې د ملګرو ملتونو د موسسو ، د انجیو ګانو او کمپنيو ترمنځ توپیر نشي کولی. کله چې یو سړک خراب شي، نو وايي، چې انجیو ګانو سم کار نه دی کړی، داسې حال کې چې هغه د انجیو کار نه دی''.

د اقتصاد وزارت لخوا د خپرو شویو شمېرو له مخې همدا اوس نږدې دوه زره انجوګانې یا کورنۍ نادولتي موسسې او شاو خوا درې سوه بهرنۍ نادولتي موسسې په افغانستان کې کار کوي.

ورته مطالب