مشرانو جرګه وايي د ازرې کلابندي ختمه کړئ

Image caption د دفاع وزارت وايي د ازرې ولسوالۍ په ګډون د لوګر د نا امنو سيمو امن کول د دوى د پلانونو برخه ده.

د افغانستان په مشرانو جرګه کې يو شمېر سناتورانو د وسله والو طالبانو له خوا د لوګر د ازرې ولسوالۍ د يوې مياشتينۍ کلابندۍ په اړه ژوره اندېښنه وښووله، او له افغان پوځ يې وغوښتل چې ژر تر ژره د يادې کلابندۍ د ماتولو لپاره پوځي ګامونه پورته کړي.

د دفاع وزارت وايي د ازرې ولسوالۍ په ګډون د لوګر د نا امنو سيمو امن کول د دوى د پلانونو برخه ده، خو په دې برخه کې يې د کومو ځانګړو عملياتو خبره نه ده کړې.

کابو يوه مياشت وشوه چې د لوګر ولايت ازره ولسوالۍ د حکومت د وسله والو مخالفانو له خوا کلا بنده ده.

په مشرانو جرګه کې يو شمېر سناتوران له پوځي ليد لوري دغې ولسوالۍ ته په خورا ارزښتمنه سترګه ګوري او ان د ټول افغانستان دروازه يې بولي.

په ياده شوې جرګه کې د لوګر د خلکو سناتور هدايت الله احمدزي غونډې ته وويل ګڼ شمېر چيچينايي، ازبکستاني، پاکستاني او نور وسله وال طالبان د ازرې ولسوالۍ په چاپيريال کې ور ټول شوي.

نوموړی وايي دغه وسله وال نه پوځي توکي پرېږدي او نه خوراکي.

د ښاغلي احمدزي په وينا ان د درملو لېږدولو ته هم اجازه نه ورکوي.

ښاغلي احمدزي وويل که د افغانستان دفاع وزارت په دې برخه کې بېړنى ګام وا نه خلي ښايي وروسته دا زيان د ګڼو کنډکونو په استولو سره هم جبران نه شي.

د دفاع وزارت بيا وايي د دغه هېواد د ټولو نا امنو سيمو د امن کولو لپاره يې عمليات پيل کړي او يا يې په نژدې راتلونکي کې پيلوي.

د ياد شوي وزارت د وياند مرستيال جنرال دولت وزيري د ازرې د کلابندۍ ماتولو په موخه د کومو ځانګړو عملياتو پيلولو خبره و نه کړه خو و يې ويل چې ارزه يې د راتلونکو عملياتو يوه برخه ده.

د تېرې جمعې پر ورځ د لوګر ولايت د ولايتي شورا مشر عبدالوکيل احمدزي بي بي سي ته ويلي و چې وسله والو طالبانو له قامي مشرانو سره منلې چې په سملاسي توګه به د ازرې ولسوالۍ کلا بندۍ ته د پاى ټکى ږدي، هغه خبره چې تر اوسه تر سره نه شوه.

د لوګر د ولايتي شورا مشر دا هم ويلي و چې دا ستونزه يې له ولسمشر حامد کرزي سره ياده کړې، نوموړي اوړمه ورځ يې، ښوولې وه چې ولسمشر به د ازرې په ګډون د ګڼو نا امنو سيمو د امن کولو لپاره د اړوندو بنسټونو او وزارتونو مشران يوې غونډې ته وروبولي.

هغه څه چې وروسته يې جزيات تر رسنيو و نه رسېدل.

ورته مطالب