افغان جنرال: وسله والو بريدونو ته زور ورکړی خو ناکام شوي

Image caption بريد جنرال عبدالحميد د جگړو په تاوده ډگر کې د خپلو ځواکونو وړتيا وستايله

د افغان پوځ يوه جګپوړي جنرال ويلي د حکومت مخالفو وسله والو د ډېورنډ کرښې اوږدو کې خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی.

په جنوب کې د مېشت افغان قول اردو قوماندان بريد جنرال محمد شریف یفتلي د جگړو په تاوده ډگر کې د خپلو ځواکونو وړتيا وستايله او ويې ويل چې د زرگونو طالبانو له ور رسېدو سره سره يې ان يوه کوچنۍ سيمه هم له لاسه نده وتلې.

د بي بي سي خبریال بلال سروري پکتیا ولایت ته تللی، چې وايي افغان پوځي قومانادانانو ویل ځواکونو يې د ياغيانو په فعاليتونو کې د تېرکال پرتله په سلو کې ۱۵ ډېروالی ليدلی دی. دوی وايي ډېر طالبان چې دوی يې پر ضد جنګېږي په اصل کې بهرني او تر ډېره د پاکستان او چيچنيا دي.

جنرال یفتلي ادعا وکړه چې نوي طالبان له پاکستان نه د مدرسو تر رخصتېدو وروسته ورغلي او دنده يې درلوده چې په نژدې وخت کې خپلو مشرانو ته د لويو برياوو رپوټ ورکړي:

ده ويل: "هغه مخالفان چې بهر نه راغلي وو، شمېر يې سلګونو ته رسېده، خو ماته يې وخوړه او خپلو موخو ته چې په هر ولايت کې به يوه ولسوالي نيسي، او ولکه به پرې ټينګه کړي، ونه شوی رسېدلی."

جنرال محمد شریف یفتلي د خپل حکومت هغه دريځ تکراراوه چې وسله وال له بهر نه ورځي.

ده وويل"دوی له هغو شومو هدفونوسره چې دلته راغلي وو، بېرته خپلو ځايونو ته په تېښته دي".

افغان جنرال ومنله چې د بريدگرو په شا تمبولو کې ورسره بهرنيو ځواکونو هم مرسته کړې، که څه هم د جگړې اصلي پيټى پخپله د کورنيو پر غاړه و.

د لبنان حزب الله

تر خبري غونډې وروسته، افغان قومندانانو خبریالانو ته افغانستان کې نیول شوی پاکستانی طالب جنګیالی وروښود.

نوموړی یوه پوځي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

دغه نیول شوي پاکستاني جنګیالي ویلي چې "خلکو راته ویلي، چې هلته کافران دي او ولاړ شه له دوی سره وجنګېږه. ځکه نو دلته راغلم".

هغه ویلي چې ۲۲ کاله عمر لري او نوم یې حزب الله دی.

ده دا هم ویلي چې د جګړې الهام یې له لبناني مېشتي اورپکې ډلې "حزب الله" اخیستی دی.

Image caption حزب الله وايي، پر ځان یې د لبناني مېشتې اورپکې ډلې حزب الله نوم اېښی.

هغه وويل مات شوي طالبان چې د سيمو له نيولو نهيلي شوي اوس يې خپرې شوې ډلې په لارو او سړکونو کې د ماينونو په خښولو بوختې دي.

د کندهار څلور ولسوالۍ ژړۍ، پنجوايي، ميوند او شاه وليکوټ په دې وروستيو مياشتو کې تر سختو بريدونو لاندې وې.

دغه راز ورڅېرمه د اروزگان چارچينو او د هلمند موسى کلا هم د تودو نښتو ډګر و.

اوس افغان ځواکونه وايي چې طالبانو ته يې د درنې مرګ ژوبلې په اړولو دغو ټولو سيمو ته پېښ خطرونه له منځه وړي دي.

طالبانو په داسې حال کې چې ددغو ځانگړو سيمو د نښتو په اړه څه نه دي ويلي، ادعا يې کړې چې د خپلو پيل کړو دوبنيو عملياتو په ترڅ کې يې گڼ افغان او بهرني پوځيان وژلي دي.

ورته مطالب