'امریکا له افغانستانه پر چټکو وتلو غور کوي'

Image caption ولسمشر کرزي قطر کې د طالبانو د دفتر تر پرانیستل کېدا وروسته له امریکا سره پر کېدونکي امنیتي تړون خبرې وځنډولې.

د امريکا يوې مخورې ورځپاڼې په لومړي ځل له افغانستان د ټولو امريکايي ځواکونو د وتلو احتمال ته گوته نيولې ده.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې په يوه وروستۍ گڼه کې ليکلي چې واشنگټن له افغانستان سره د امنيتي تړون د لاسليک پر سر د ولسمشر حامد کرزي له دريځه نهيلى شوى او که ژر بدلون را نه شي، آن د ٢٠١٤ کال تر پايه به هم خپل عسکر پرېنږدي.

د امريکا لپاره د عراق په څېر له افغانستانه د بشپړې وتنې امکان هم مطرح و خو ورځپاڼه ليکي چې په قطر کې د طالبانو د دفتر پر سر له راپورته شويو ناندريو او نيوکو وروسته پرې اوس جدي غور روان دى.

ولسمشر کرزي قطر کې د طالبانو د دفتر تر پرانیستل کېدا وروسته له امریکا سره پر کېدونکي امنیتي تړون خبرې وځنډولې.

کابل د نیویارک ټایمز دغه راپور پر افغان حکومت او افغانانو یو فشار بللی.

د کابل او واشنگټن په اړيکو کې د وروستي سړوالي تر برسېره کېدو لږ وروسته، د افغانستان يو شمېر سياسي ډلو پر دواړو لورو غږ کړى چې همکاري له سره پيل کړي.

د حق او عدالت گوند په يوه وینا کې چې بي بي سي ته هم راستول شوې، د امريکا د بشپړې وتنې احتمال د کلکې اندېښنې وړ او د دواړو هېوادو د ملي گټو په زيان بللى دى.

د استازو غیاب کې

افغان حکومت څو ځلې اندېښنه ښوولې، چې ګني "امریکا د افغان سولې استازو په غیاب کې له طالبانو او د هغوی له ملاتړو سره بهر کې پټې خبرې کوي".

امریکايي او اروپايي چارواکو خبرداری ورکړی چې لاهم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر بشپړو وتلو موافقه نه ده شوې.

نیویارک ټایمز پخپله مقاله کې ویلي، چې کابل او واشنګټن د امنیتي تړون لپاره یو بل ته شرطونه وړاندې کړي، چې د امنیتي تړون پر سر د خبرو د ټکني کېدو لامل ګرځېدلي.

داسې وېره هم شته چې د دې تړون پر سر لانجې ان ناندرۍ د عراق تجربه تکرار کړي، د عراق او امریکا ترمنځ اختلاف د دې لامل شو، چې له دغه هېواده ټول امریکايي ځواکونه ووځي.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي، د کرزي حکومت د امنیتي تړون لاسليکېدا ته هېڅ بیړه نه لري.

د ولسمشر ویاند ایمل فیضي بي بي سي ته ویلي، چې "امنیتي تړون کې باید د دواړو هېوادونو غوښتنې، ګټې او اړتیاوې پام کې ونیولې شي، او دواړو خواوو ته د منلو وړ وي".

افغان چارواکو وړاندې ویلي وو چې د امنیتي تړون پر سر د خبرو پای ته رسېدو لپاره باید د امریکا حکومت افغانستان ته ځینې ضمانتونه ورکړي، چې په دې کې د افغانستان سوله ټینګښت او ټیکاو هم راځي.

افغانستان له امریکا غواړي، تر هغو امنیتي تړون ورسره لاسلیک نه کړي، چې افغان امنیتي ځواکونه یې پیاوړي کړي نه وي، په تېره بیا هوايي او ځمکني ځواکونه یې سم مجهز او سمبال شوي نه وي او د هېواد اقتصاد پر خپلو پښو ولاړ نه وي.

ښاغلی فیضي وايي، د افغانستان خلک او لویه جرګه باید تر ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پاتې کېدل وارزوی او خپل نظر څرګند کړي.

ورته مطالب