"د افغانو ښځو د حقونو حالت مخ په خرابېدو دى"

Image caption د بشري حقونو د څار ډله زياتوي افغانستان او س هم د نړۍ د هغو هېوادونو په کتار کې دى چې په کې د زيږون پر مهال د مېندو د مړينې کچه ډېره لوړه ده.

د بشري حقونو د څار نړېواله ټولنه وايي داسې نښې شته چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو حالت مخ په خرابېدو دى.

دغه ټولنه وايي په خپله د افغان حکومت ځينې کړنې هم د دې لامل شوي چې د ښځو د حق خوندي کولو مبارزه کمزورې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو په غونډې کې چې په جینوا کې جوړه شوې ده په افغانستان کې د ښځو د حقونو د خوندي کولو لپاره شوې هلې ځلې څیړل کېږي.

بلې خوا ته په افغانستان کې هغه اندیښنې او آوازې په زیاتیدو دي چې وايي د طالبانو د رژیم له پرځیدو وروسته د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې د مخنیوي په برخه کې شوي پرمختګونه ښايي په اوبه لاهو شي.

د بشري حقونو د څار د نړېوالې ټولنې په دغۀ مهالني رپوټ کې راغلي چې د ښځو په وړاندې د توپيري چلند له منځه وړلو د کنوانسيون په پلي کولو کې د افغانستان ريکاډ يا مخينه ښه نه ده او داسې نښې نښانې هم شته چې په دغه هېواد کې د بشري حقونو حالت په ځانگړې توگه مېرمنو لپاره مخ په خرابېدو دى.

رپوټ زياتوي د طالبانو د واک او ولکې پراخېدل او روان تاوتريخوالي سره تړلي ځينې عناصر په افغانستان کې له بشري حقونو نه د سرغړونې مهم لاملونه دي.

د رپوټ ليکونکي وايي که څه هم له مېرمنو سره تر ډېره برېده په خپلو کورونو کې تاوتريخوالى کېږي خو حکومت پلويو او حکومت مخالفو وسله والو هم په دې برخه کې رول لوبولى دى.

د بشري حقونو د څار نړېوالې ټولنې په خپل رپوټ کې پر افغان حکومت هم نيوکې کړي چې د مېرمنو د حق خوندي کولو په لړ کې د خپلو مسووليتونو په تر سره کولو کې پاتې راغلى.

دغه ټولنه وايي په داسې حال کې چې په افغانستان کې د نړېوالې ټولنې د ښکلتيا کچه په پر له پسې توگه په کمېدو ده د مېرمنو د حقونو ملاتړ په برخه کې د خپلو ذمه واريو په پرځاى کولو کې د افغان حکومت هوډ او وړتيا زيانمنونکى شوى.

رپوټ په افغانستان کې د مېرمنو په وړاندې د شته تاوتريخوالي ډولونو او بڼو ته په اشاره وايي: د افغانستان نږدې نيمايي نجونې ښوونځيو ته نه شي تللى، په ماشومتوب کې ودېږي او د ننگ په نامه وژل کېږي خو د دغو ناخوالو تر سره کوونکي جزا نه ويني.

د بشري حقونو د څار ډله زياتوي افغانستان او س هم د نړۍ د هغو هېوادونو په کتار کې دى چې په کې د زيږون پر مهال د مېندو د مړينې کچه ډېره لوړه ده.

رپوټ وايي که څه هم د ښځو د حق خوندي کولو په برخه کې افغان حکومت يو لړ مهم گامونه پورته کړي خو بيا بل لوري ته يې ځينې کړنې دغه چاره زيانمنه کړې هم ده.

د رپوټ پر بنسټ د ولسمشر کرزي له لوري د افغانستان د علماو شورا د هغه لارښود څرگند ملاتړ چې مېرمنې د نارينه و په پرتله د دويمې کچې يا درجې وگړي بولي، د مېرمنو د حق خوندي کولو مبارزه کمزورې کړې کړه.

Image caption د بشري حقونو ډله وايي دا ډاډېنه دې تر لاسه شي چې پوليس او څارنوالان د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي له قضيو سره سم چلند کوي

په رپوټ کې په ٢٠٠٩ م کال کې د ولسمشر کرزي لخوا د داسې يوۀ تقنيني فرمان ورکړه چې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالى منع کوي يو مهم گام بلل شوى خو وايي چې لا په سمه توگه نه دى پلى شوى.

په پوليسو کې مېرمنې په دندو گمارل هغه بله چاره ده چې په دغه رپوټ کې مهم خو يو لومړنى گام بلل شوى چې د رپوټ د چمتو کوونکو په آند بايد پرې بسنه ونه شي.

د بشري حقونو سپارښتنه

د بشري حقونو د څار ټولنې په خپل رپوټ کې د افغان مېرمنو په وړاندې د شته ستونزود په گوته کولو ترڅنگ د هوارۍ لپاره يې وړانديزونه هم کړي.

دغه ټولنه وايي د نجونو د وادۀ قانوني عمر دې ١٨ کاله وټاکل شي، دا ډاډېنه دې تر لاسه شي چې پوليس او څارنوالان د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي له قضيو سره سم چلند کوي او داسې قوانين او تگلارې د جوړ کړل شي چې په دفترونو کې د مېرمنو د جنسي ځورونو مخنيوى وشي.

خو افغان حکومت وايي په تېرو دولسو کلونو کې د ښځو د حق خوندي کولو په برخه کې ډیر پرمختګ شوی دی او د میرمنو د حقونو تضمین په قوانیونو او لایحو کې شوی دي چې په افغانستان د بهرنیانو شتون او نشتون به پرې اغیز ونه لري.

ورته مطالب