د کابل ښار په کتاب ښار کې د کتابونو نندارتون

Image caption کتاب ښار غږیز کتابونه هم خپروي.

له تېرې څه مودې راهیسې افغانستان او شاوخوا کې د کتاب د پېر، پلور او چاپ بازار مناسبه وده کړې، که له پخوا سره پرتله شي، نو د کمیت او کیفیت دواړو له پلوه، تو پیر خورا څرګند دی.

خو له دې سره هم کارپوهان وايي، ډېر څه باید وشي، چې افغانستان کې کتاب او لیک لوست یې هغه خپل هغه مقام ومومي، چې مستحق یې دي.

دا وروستیو کې د یو شمېر سوداګریزو ادارو تر څنګ ځینو خیریه موسسو، بېلو ادارو او ټولنو او ان اشخاصو افغانستان کې د مطالعې فرهنګ د دودې او کتاب بازار د پراختیا لپاره منډې ترړې ډېرې کړې دي.

دې لړ کې کابل کې کتاب ښار ادارې د روژې مبارکې میاشتې رارسېدو په ویاړ، د یو شمېر کابل مېشتو خپروندویه ټولنو او کتاب پلورونکو په همکارۍ، د دغې موسسې په څاله کې چې د پامیر سیمنا ودانې کې موقعیت لري، د کتاب دوبنی نندارتون جوړ کړی.

د کتاب ښار بنسټګر استاد نجیب منلي راته وویل، چې مقصد یې د کتاب مطالعې فرهنګ ته وده ورکول دی.

استاد منلی وايي، دا وروستیو کې د کتاب بازار هم سوړ شوی او دوی غواړي د مبارکې روژې په ویاړ د کتاب او لوستونکو تر منځ یې د همدې نندارتون په پلمه اړیکه ټینګه کړي.

استاد منلی وایي، د کمییت له پلوه زموږ د کتاب بازار تر څه حده د نن اړتیا ته ځواب وايي، خو د کیفیت په برخه کې لا هم باید ډېر څه وشي، چې اړتیا پوره کړو.

کله مې چې له استاد منلي وپوښتل، چې د تکنالوژۍ له ودې سره نړۍ کې اوس پر کاغذ د چاپ شویو کتابونو تر څنګ په نورو بڼو او شکلونو هم کتابونه ثبت او خپرېږي، دلته دې برخه کې څه شوي او دوی په خپل نندارتون کې هم دې برخې ته پام کړی او که څنګه، نو ځواب یې دا و، چې کتاب ښار دې برخه کې کار پیل کړي او تر اوسه یې پنځه ټوکه غږیز کتابونه ثبت کړي هم دي.

د ځینو په باور د مطالعه کوونکو د شمېر لږوالي وجه د انټرنېټ، راډیو ټلویزیون او نورو اعلامیه وسایلو پریمانه کېدل دي.

خو په نوره نړۍ کې د کتابونو مخ پر ودې بازار ته په کتو سره داسې نه ښکاري، چې دا خبره تر ډېره حده سمه وي. استاد منلی وايي موږ اوس میلیونونه لوستونکي لرو، خو که معیار ته توجه وکړو ، زیار وباسو، نو د کتاب اهمیت تل پر خپل ځای دی.

کتابونه او د مطالعې شوق یې د بشري ټولنې په ذهني وده کې خاص ارزښت او مقام لري.

همدا د مطالعې ذوق دی چې هر ډګر کې د انسان پرمختګ ته لارې پرانیزې.

د کتابونو میله او نندارتون، د مطالعې اونۍ او دغسې نورې تعلیمي، ادبي او هنري هلې ځلې د مطالعې او کتاب مینې لور ته د خلکو پام اړولو غوره وسیلې بللې کېږی، خو دلته لا هم دغه ډول هلې څلې دومره پریمانه او پییلې نه دي، چې څومره ورته اړیتا ده، البته دغه ډول خال خال او یوستوې هلې ځلې هم هیله مند کوونکې او د ډېرې ستاینې وړ دي.

ورته مطالب