ماشومان څنګه پر ځان ډاډه کېدای شي

Image caption ماشومان په بېلابېلو پلمو لکه: کېدای شي نن شپه ستاسو سره ویده شم، ډاریږم، تږی یم، ناروغ یم، خوب نه راځي، د خوب ځای ته مې ویرونکي غږونه راځي او داسې نورو لارو غواړي چې د مور او پلار تر څنګ ویده شي.

تاسو به ډېر وخت لیدلي وي کله چې خپل ماشوم ویده کوﺉ نو خپل ځای ته یې بیایئ، خبرې ورسره کوﺉ، کله هم نکل ورته کوﺉ او غواړﺉ چې ویده شي.

د ماشوم ټولو غوښتنو ته ځواب ورکوﺉ، اوبه ورکوﺉ، بړستن پرې اچوﺉ او په زیار سره یې ویده کوﺉ.

خو ډېر وخت داسې لیدل کیږي چې تر څو شیبو وروسته ماشوم تاسو ته درځي او غواړي چې درسره ویده شي. زیاتره میندې او پلرونه هم د ستړیا او یا هم مهربانۍ له امله هغه خپل څنګ ته ویده کوي.

خو باید وویل شي چې دغه میندې او پلرونه د خپلو ماشومانو عادتونو او منظم خوب کولو ته پام نه کوي او فکر کوي چې کله لوی شي نو خوی به یې بدل شي.

ماشومان په بېلابېلو پلمو لکه: کېدای شي نن شپه ستاسو سره ویده شم، ډاریږم، تږی یم، ناروغ یم، خوب نه راځي، د خوب ځای ته مې ویرونکي غږونه راځي او داسې نورو لارو غواړي چې د مور او پلار تر څنګ ویده شي.

په داسې حال کې څه باید وشي؟ څنګه کولای شو ماشومان وپوهوو چې پرته له وېرې په خپل ځای کې ویده شي او هره شپه په بېلابېلو بهانو ستاسو د خوب ځای ته در نه شي؟

۱ـ د ماشوم خونه یا ځای د هغه له عمر سره برابره او خوښه جوړ کړﺉ، اجازه ورکړﺉ چې خپل د خوښې رنګونه په خپله غوره کړي او پر خپل ځای مین اوسي.

۲ـ د هغه د خوب ځای اندازې ته پام وکړﺉ، ځکه ځینې میندې او پلرونه پرته له دې چې پوه شي خپل ماشوم په لوی کټ کې ویده کوي، ښايي دا کار ماشوم وویروي، باید ډاډه شو چې د ماشوم بړستن او توشک د هغه خوښه ده او په هغه ځای کې چې ویده کیږي مینه ورسره لري.

۳ـ په زړه پورې د خوب عادتونه ورته غوره کړﺉ. ځینې ماشومان د ویده کېدو پر مهال کیسې اورېدل غواړي، ځینې نور غواړي چې مور یې للو للو ورته ووايي، ځینې غواړي په غېږ کې ونیول شي او ښکل یې کړﺉ. دا ټول کېدای شي د ویده کېدو لپاره یو عادت شي. په دې سره ماشومان پرته له وېرې او آرام خوب کوي او هم له ماشومتوبه ځان ته اصول غوره کوي.

۴ـ د ماشوم په کوټه کې یا هم د هغه تر څنګ مه څملۍ او یا هم تر غځېدو لږ شېبه وروسته پاڅېږﺉ. ځکه ماشوم باید داسې فکر ونه کړي چې ترڅنګ یې تل باید یو تن ویده شي او وروسته بیا ډارن عادت کېږي.

۵ـ د ماشوم لپاره قانون وټاکی او معقولې تمې ترې وکړﺉ. خپل څلور کلن ماشوم ته ویلای شی چې اوس لوی شوی یې او کولای شي یواځې ویده شې او دا د هغه لپاره یو ځانګړی امتیاز دی، نو ماشوم پر خپل ځان باور ترلاسه کوي.

۶ـ د ماشوم ژړا ته ژر مه تسلیمېږﺉ. که هغه زارﺉ کوي یا هم وژاړي او میندې او پلرونه یې هم خبره ومني نو طبعي خبر ده چې هغه بریالی کیږي. کیدای شي خپل ماشوم ته ووایی چې حوصله نه لرﺉ، ستړي یاست او په مهربانۍ یې خپل ځای ته بوځی. خو که د هغه غوښتنې ته تسلیم شوﺉ نو دا به په راتلونکې کې هغه ته ښه وسیله وي.

۷ـ د ماشوم وېره لېرې کړﺉ. د بېلګې په توګه ورته ویلای شئ چې د ځنګل ژوي یا حیوانات ستاسو کوټې ته نه شي راتلای. تل ښکلې او په زړه پورې کیسې ورته وکړﺉ چې ښېګڼې او خیر په بدیو او شر بریالۍ کیږي. که ماشوم له تیارې ویریږي یو ځل څراغ ورته روښانه کړﺉ او په خونه کې ټول شیان وروښیئ، چې ډاډه شي په تیارې کې شیان نه بدلیږي.

۸ـ هغه لوبتوکې چې د ماشوم نه خوښیږي او یا ترې ویرېږي مه یې ورکوﺉ. د ماشوم د ډاډ لپاره پوښتنه ترې وکړﺉ چې خپله کومه لوبتکه یې خوښیږي هماغه ورکړﺉ.

۹ـ تر ویده کېدو وړاندې ماشوم تشناب ته بوځئ، چې آرام ویده شي. یوه پیاله اوبه یې څنګ ته کېږدﺉ چې د تندې په بهانه ستاسو ځای ته درنه شي. او که یې خپل ځای لوند کړ بد چلند مه ورسره کوﺉ.

هېڅکله هم خپل ماشوم په ناببره توګه له ځانه مه بېلوﺉ، لومړی باید د هغه د روحي او احساساتي ارامۍ په اړه ډاډ ترلاسه کړﺉ او وروسته اغېزمن ګامونه اوچت کړﺉ.