د نشه يي موادو لسګونه قاچاقبران مجازات شوي

Image caption په محکومو شويو کسانو کې څلور تنه يې حکومتي کارکونکي دي. خالد موحد

د افغانستان د نشه يي توکيو او جرمونو ضد عدلي او قضايي بنسټ ويلي، چې د روان لمريز کال په لومړيو دريو مياشتو کې د نشيي توکيو ١١١ تنه قاچاق کونکي د وروستۍ محکمې له خوا له ١٧ واخله تر ٢٠ کلونو پورې بند باندې محکوم شوي دي، چې په وينا يې څلور تنه يې حکومتي کارکونکي دي.

ياد شوي بنسټ ويلي دي چې سربېره پر دې لسگونه تورن کسان په لومړنيو او استیناف محکمو کې په بند محکوم شوي، خو وايي حکمونو يې لا وروستۍ بڼه نه ده موندلې.

له کابله د بي بي سي خبریال مصطفى سالک خپل رپوټ کې کاږي، سره له دې چې په تېره لسيزه کې د نشه يي توکيو سلگونه قاچاق وړونکي نيول شوي او زندانونو ته اچول شوي، خو لا هم د قاچاق وړونکو نه په نښه کېدل او په پرانیستې پښه گرځېدل د نشه يي توکيو ضد مبارزې په ترڅ کې يوه لويه اندېښنه گڼل کېږي.

د افغانستان نشه يي توکيو او جرمونو ضد عدلي او قضايي بنسټ وايي وياند خالد موحد بي بي سي ته وويل چې په محکومو شويو کسانو کې څلور تنه يې حکومتي کارکونکي دي:

" د ١١١ کسانو حکم وروستۍ بڼه موندلې او د افغانستان د سترې محکمې امنيت ديوان په مجازاتو محکوم کړي دي. په دې ترڅ کې پنځو تنو برآت اخیستی، په مجرمانو کې څلور تنه د حکومت د عامه خدمتونو د برخې کارکونکي هم شامل دي."

په تېر کې يو شمېرگوت نيونکو او ان ځينو لوړ پوړو افغان چارواکو ويلي دي چې د نشه يي توکيو په کاروبار کې يو شمېر لوړپوړي حکومتي کارکونکي ښکېل دي چې په وينايې هم دې چارې د نشيي توکيو پر وړاندې مبارزه ټکنۍ کړې ده.

د افغان ولسمشر دويم مرستيال کريم خليلي هم نژدې څلور مياشتې مخکې ويلي وو چې ان د پوليسو گاډي د نشه يي توکيو د لېږدولو لپاره کارول کېږي، خو کورنيو چارو وزارت هغه مهال دا تور رد کړى و.

په پخوا کلونو کې يو شمېر لوړپوړو افغان چارواکو خو تر دې ويلي وو چې د لويو قاچاق وړونکو يو نوملړ يې د خپرلو په موخه چمتو کړى دى، خو دغه نوملړ هېڅکله خپور نه شو.

د نشه يي توکيو ضد ۱۰ کلنې مبارزې په ترڅ کې د افغان حکومت او نړيوالې ټولنې له هڅو سره سره بيا هم افغانستان د نړۍ په کچه د نشه يي توکيو د توليدونکو هېوادونو په نوملړ کې د سر ځاى لري چې په يوازې ځان د نړۍ څه باندې ٩٠ سلنه نشيي توکي توليدوي.

ورته مطالب