هرات کې ماین چاودنې ۱۷ کسان وژلي

Image caption ماین هغه کانتینر ته نژدې ځای پر ځای شوی و، چې خلکو د تګ راتګ لپاره ورڅخه کار اخیست.

د افغانستان لوېدېځ هرات ولایت کې د یوې چاودنې پایله کې ۱۷ کسان وژل شوي دي.

وژل شویو کسانو کې ۱۲ ښځې او څلور ماشومان هم شامل دي. ځايي پولیسو بي بي سي ته ویلي، چې ۱۰ وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي وو.

پولیسو اي پي خبري اژانس ته ویلي، ماین هغه کانتینر ته نژدې ځای پر ځای شوی وو، چې خلکو د تګ راتګ لپاره ورڅخه کار اخیست.

د چارواکو په وینا په ظاهراه داسې معلومېږي، چې وسله والو طالبانو دغه ماین پر افغان امنیتي ځواکونو د برید لپاره ځای پر ځای کړی و، خو د ملکي خلکو ګاډی پری وخوت.

د پولیسو په وینا دغه کسان په اوبې ولسوالۍ کې یوه کلي ته پر لاره وو، چې ګاډي یې په سړک کې پر خښ شوي ماین وربرابر شو. چارواکي وايي د پېښې مسوولیت د وسله والو طالبانو پر غاړه دی، خو طالبانو په دې اړه دم ګړۍ څه نه دي ویلي.

له تېرو دوو کلونو راهیسې افغانستان کې د وسله والو طالبانو له لوري د سړک غاړې ماینونو کارول زیات شوي، چې له کبله یې سلګونه کسان وژل شوي دي.

کابل کې د بي بي سي خبریال بلال سروري خپل رپوټ کې وايي، چې د سړک غاړې ماینونو خلکو کې له وېرې خپرولو سره سره، اقتصاد ته هم دروند زیان اړولی.

زموږ د خبریال په رپوټ کې ویل شوي، چې که څه هم د دغه ډول پېښو له کبله د اوښتي زیان کره شمېرې معلومول ګران دي، خو چارواکي وايي تېر کال له نژدې ۱۸۰۰ پولیسو او نژدې ۹۰۰ وژل شویو پوځیانو نه ډېر د همدې ماینونو چاودلو له کبله وژل شوي.

تېره اونۍ کندهار کې د یوې ورته چاودنې له کبله د اتو مېرمنو په شمول ۱۰ ملکي کسان ووژل شول.

ورته مطالب