"هلمند کې بریتانوي پوځ خلک له ځانه پردي کړي"

Image caption څیړونکي وايي هغه فشار چې پر بریتانوي پوځيانو موجود و دا و چې د کم شمېر له امله هغوي اړ وو سيمه کې يې شتون کم وي، ځايي خلکو سره يې تماس نه وي او له ستونزو نه وتلو لپاره يې تل په هوايي او توپچي بريدونو تکيه کړې ده.

د هلمند د وضعې په اړه يوه نړيواله څيړنه ښي چې د بریتانوي او امريکايي پوځيانو دفشار له امله طالبانو په هلمند کې مورال بايللى او د شاته تگ حال کې وو، خو بيا هم طالبانو زغم ښودلى او کله چې بهرني ځواکونه له دې ولايته ووځي کېداى شي بېرته یې د نيولو هڅه وکړي.

د نړيوالو چارو په نوم اغيزمنې مجلې کې خپرې شوې دې څيړنې کې د طالبانو ٥٣ قوماندانو او وسله والو سره خبرې شوې دي او په بریتانوي قوماندانانو سخته نيوکه شوې چې په ٢٠٠٦ کال کې زرگونه برتانوي پوځيانو لېږلو سره د څيړنې په ټکو" د هلمند د خوندي کولو پر ځاى هلته د تاوتريخوالي او بغاوت د زياتېدو سبب شول".

د څيړنې يو ليکونکى تيو فېرل وايي " د طالبانو د پوځي کمېسیونونو زياتېدونکي اغيز له امله چې مرکزونه يې په کوټې او پيښور کې دي داسې نه ښکاري چې هغوي به په اسانۍ سره خبرو کې نرمي ښکاره کړي".

تيو فيرل چې د لندن د کنگز کالج د جگړو د مطالعاتو څانگې مشر او انټونېو گېستوزي چې په همدې څانگې کې د پروفیسور په توگه دنده ترسه کوي دا څيړنه يې د چيټم هاوس څيړنيز مرکز په مجلې کې خپره کړې ده.

خبرداری

دوى خبردارى ورکړى دى چې " هلمند کې بغاوت دوه پیاوړي عنصره لري يو هدف چې د وسله والو په ويناد دبهرنېانو د تېري پرضد جهاد دى او بل سيمه یيزه قومي تربگنۍ او د زمکې، اوبو اومخدراتو پر سرلانجې دي. د رپوټ ليکونکي وايي په څه ډول چې طالبان هلمند ته راغلي دي په څرگند ډول د دې ښودنه کوي چې "هيلمند بېرته نيول غواړي".

د څيړنې ليکونکي زياتوي چې برتانوي پوځيانو له کمو ځواکونو سره هلمند ته په تګ، فساد کې ښکيلو سيمه یيزو زرواکو سره په ملګرتیا، د وسله والو د کنترول لپاره د هوايي ځواک په کارونې او د کوکنارو کروندو په نښه کولو سره هلته چارې لاپسې خرابې کړې دي.

دوى زياتوي چې د هلمند خوندي کول لا لیری خبره ده "بریتانوي پوځيانوخلک له ځانه پردي کړل، سيمه یيزه وسله والې ډلې يې په حرکت کې راوستې او هم د دې سبب شول چې هغه بهرنيان دې سيمې ته راشي چې جهاد غواړي".

دوى وړاندې ليکي: په بې دريغه ډول د زور کارونې سيمه یيز خلک پردي کړل، ځکه د وسلو کارونې خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي يا يې هم له امله د خپلو کورنېو غړي له لاسه ورکړي دي.

هغه فشار چې پر بریتانوي پوځيانو موجود و دا و چې د کم شمېر له امله هغوي اړ وو سيمه کې يې شتون کم وي، ځايي خلکو سره يې تماس نه وي او له ستونزو نه وتلو لپاره يې تل په هوايي او توپچي بريدونو تکيه کړې ده.

څيړنه وړاندې ليکي: هغه څه چې سيمه یيز خلک يې مقاومت ته وهڅول هغه د بریتانوي پوځ لخوا د افيمو د توليد له منځه وړل وو، له دې څخه د رپوټ ليکوونکو په وينا "طالبانو گټه واخيسته او خلکو ته يې ډاډ ورکولو چې د هغوي د کوکنارو کروندې به خوندي کوي او په دې توګه هغوي په ملاتړ ترلاسه کولو کې بريالي شول".

ورته مطالب