"څلور میاشتې وروسته به غزني هوايي ډګر ولري"

Image caption دا پرووژې د اسلامي کلتور دويمې غونډې ته د چمتووالي لپاره تر سره کېږي. اکبرخان موسی زاده

د غزني والي اکبر خان موسى زاده ويلي دي چې ډېر ژر به په ياد شوي ښار کې د هوايي ډگر د جوړيدو چارې پيل شي او په څلور مياشتو کې دننه دننه به دا پروژه د بشپړتابه تر کوره هم ورسيږي.

د بي بي سي خبریال مصطفى سالک له کابله خپل رپوټ کې وايي، دا پروژې په غزني کې د سلامي کلتور دويمې غونډې ته د چمتوالي لپاره تر سره کېږي، په پام کې ده چې دا غونډه د روان لمريز کال په لړم مياشت کې تر سره شي.

هغه مهال چې د ٢٠١٣ ميلادي کال لپاره غزنى ښار د اسلامي هېوادونو د کلتوري پلازمېنې په نوم ونومول شو، افغان حکومت په ياد شوي ښار کې د گڼو پروژو د پلي کولو وړاندوينه وکړه، چې يو په کې هوايي ډگر و، خو د اسلامي کلتور تر لومړۍ غونډې چې د وري پر ٣٢ نېټه تر سره شوه د يو شمېر نورو پروژو په گډون د هوايي ډگر د جوړولو پروژه هم پلى نه شوه.

اوس د غزني والي موسى خان اکبر زاده په ياد شوي ښار کې د څه باندې ١٤ کيلومتره سړک د پخولو د پروژې د پرانستلو پر مهال وويل چې د سړک او هوايي ډگر پروژې به په څلورو مياشتو کې بشړې شي.

ښاغلي اکبرزاده وويل چې دا پروژې د اسلامي کلتور دويمې غونډې ته د چمتووالي په موخه تر سره کېږي،چې د لړم په ٢١ نېټه کېدونکې ده.

د غزني والي وويل هيله لري چې دويمې غونډې ته به ميلمانه د الوتکو په مټ راشي او د غزني په هوايي ډگر کې به ښکته شي.

ښاغلي اکبر زاده وويل چې تر هغه مهاله به د گېرو او اندړو ولسواليو سړکونه هم پاخه شوي وي.

پخوا هم په غزني کې د يو شمېر پروژو د پلي کولو ژمنې شوې وې او نېټې ورته ټاکلې شوې وې چې گڼې يې پلي نه شوې وخت به ښکاره کړي چې داځل به هوايي ډگر جوړ شي او که بيا به هم پاتې شي.

ورته مطالب