افغانستان دفاع وزارت: د اډو ساتلو بشپړه وړتیا لرو

Image caption د امريکا ځانګړی مفتش جان سوپکو وايي، امريکايي چارواکو ورته ويلي يا به دغه پوځي ودانۍ وېجاړوي او يا به افغان حکومت ته سپارل کېږي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي دوی د بهرنيو ځواکونو له لوري د جوړو شويو پوځي اډو او ودانيو د ساتلو بشپړه وړتيا لري.

دفاع وزارت دغه څرګندونې د افغانستان د بېارغونې لپاره د امريکا د څارنې د ځانګړې ادارې (سيګار) د هغه راپور په غبرګون کې کوي چې وايي ښايي په هلمند کې د امريکايانو له لوري جوړه شوې پوځي اډه د دې له امله چې افغان حکومت يې د ساتلو وړتيا نه لري، ويجاړه کړي.

هلمند کې د امريکايانو له لوري پر دغې جوړې شوې پوځي ودانۍ چې هېڅ نه ده کارول شوې شاوخوا ۳۴ ميليونه ډالره لګېدلي دي.

افغان حکومت بيا بيا په افغانستان کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو غوښتي چې خپلې پوځي اډې افغان ځواکونو ته وسپاري.

خو بهرني ځواکونه بيا ادعا کوي چې يو شمېر پوځي ودانۍ له دې وېرې نړوي چې د حکومت د وسله والو مخالفينو لاسونو ته ونه لوېږي.

له کابله عبدالله ستانکزی خپل راپور کې د افغانستان د بېارغونې لپاره د امريکا د څارنې د ځانګړې ادارې (سيګار) راپوریادونه کوي، چې په کې ویل شوي، هلمند کې دغه پوځي اډه تر اوسه هېڅ نه ده کارول شوې او امکان لري چې هېڅکله د هغه هدف لپاره چې دا جوړه شوې وه، ونه کارول شي.

په راپور کې د يوه لوړ پوړي امريکايي پوځي له قوله ويل شوي دا ودانۍ د هغه پوځي کنډک لپاره جوړېده چې افغانستان ته وا نه استول شو.

د سيګار په دغه پنځه مخيز راپور کې راغلي چې په دغه ودانۍ کې له ۱۲۰۰ تر ۱۵۰۰ پوځيانو د ځای پر ځای کېدو اسانتياوې موجودې دي.

د دغې پوځي ودانۍ د جوړېدو امر په ۲۰۱۰ کال کې د امريکا کانګرس ورکړ، څو مياشتې وروسته يې جوړېدل لغوه شول او يو کال وروسته يې بيا د نامعلومو دلايلو له مخې د جوړېدو چارې پيل شوې.

د امريکا ځانګړی مفتش جان سوپکو وايي، امريکايي چارواکو ورته ويلي يا به دغه پوځي ودانۍ وېجاړوي او يا به افغان حکومت ته سپارل کېږي.

ښاغلی سوپکو وايي ورته ویل شوي چې افغان ځواکونه د دغې پوځي اډې د ساتلو وړتيا نه لري او ښايي د وسله والو مخالفينو لاسونو ته ولوېږي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي بي بي سي ته وويل موږ چمتو يو چې د دغې پوځي اډې مسووليت پر خپله غاړه واخلو.

په هلمند کې جوړه شوې دغه پوځي اډه په ۶۴۰۰۰ فوټه مربع ځمکه اباده شوې او ټولټال ۳۴ ميليونه ډالره لګښت پرې راغلی چې چارې يې د سږ کال په لومړيو کې بشپړې شوي دي.

خو د پوځي چارو يو شمېر پوهان وايي دا د افغانستان حق دی چې دا ډول پوځي اډې د دې پر ځای چې ويجاړې شي افغان پوځ ته وروسپارل شي.

عتيق الله امرخيل وايي هغه څه چې د امريکا لپاره ډېر مهم دي او نه غواړي بل څوک ترې ګټه پورته کړي، کولی شي هغه ويجاړ کړي، خو په ټوله کې افغان ځواکونه د دې وړتيا لري چې دا ډول پوځي اډې وساتي.

د امريکا ځانګړی مفتش جان سوپکو وايي د دوی موندنې ښيي چې پوځ د امريکا د ماليه ورکوونکو پيسې پر يوې داسې پروژه لګولي چې ګټه ترې نه اخيستل کېږي.

تر دې وړاندې هم په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو يو شمېر پوځي بارکونه نړولي او ځينې يې افغان حکومت ته سپارلي دي.

افغان حکومت بيا بيا له ناټو غوښتي چې جوړ کړي پوځي تاسيسات دې دوی ته دې ورسپاري، خو ناټو په دې کې زړه نازړه ده ده چې آيا افغان حکومت يې د ساتلو وړتيا لري که نه.

ورته مطالب