افغان ښځینه کومانډو جګړه ییز ډګر ته راوځي

افغان ښځینه کومانډو
Image caption افغان ښځینه کومانډو خپلې مخونه پټوي او نومونه چا ته نه وايي.

افغان امنیتي چارواکي وايي، ښځینه کومانډو سرتېرې اوس مهال په ټول افغانستان کې په ځانګړې توګه په خطرناکو سیمو کې په عملیاتو کې برخه اخلي.

دغه کومانډو سرتېرې د عملیاتو پرمهال تر ډېره د افغان مېرمنو د پوښتنو ګرويږنو مسوولیت لري.

د چارواکو په وینا، دغه کومانډو سرتېرې د هغو بهرنیو ښځینه سرتېرو پرځای ګومارل شوې، چې پخوايې په افغانستان کې کار کاوه.

کابل کې زموږ همکاره ماریا محب وايي، د افغانستان پوځ د شپنیو عملیاتو او د وسله والو طالبانو د موندلو لپاره په خپلو لیکو کې لسګونه افغان مېرمنې ګومارلي دي.

دغه ښځینه کومانډو سرتېرې د نښې ویشتلو او پخولو په برخه کې هره ورځ ښوونیزې چارې پرمخ بیايي، چې د جګړې په ډګر کې د دوی پر وړاندې شته ستونزې له منځه یوسي.

دوی وايي، له نورو سرتېرو سره د جګړې پرمهال کلک هوډ لري او دغه هوډ د خپل ماموریت لویه بریا ګڼي.

یوه کومانډو سرتېرې وايي، د خپل هېواد د ساتنې لپاره د هر ډول ګواښ منلو ته چمتو ده:

''زه چې دلته راغلې یم له خدای پرته بل له هېچا نه نه یم وېرېدلې، که وېرېدی نو دغې قطعې ته به نه راتلم. زه خپلو هېوادوالو ته د خدمت لپاره راغلې یم، ځکه خو وېره مې په زړه کې نه لرم''.

دغه کومانډو مېرمنې له دوو کلونو راهیسې دهغو بهرنیو ښځینه سرتیرو پرځای ګومارل شوې، چې پخوا یې په افغانستان کې کار کاوه.

دوی تل په پټو مخونو په پوځي عملیاتو کې برخه اخلي، چې تریوه بریده د اورپکو له ګواښونو خوندي وي.

شپني عملیات

د افغان پوځ بله ګومانډو سرتېرې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې خپله تجربه داسې راته وايي:

''د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې مو تر ټولو سخت پوځي عملیات و. په هغه ځای کې وسله والو مخالفینو پرموږ برید وکړ، موږ هم ورته بریدونه ورباندې وکړل. دری وسله وال مخالفین ووژل شول، دوه تنه يې ټپیان شول او پنځه تنه نور مو ونیول''.

افغان ښځینه کومانډو سرتېرې په ټول افغانستان کې په ځانګړې توګه په خطرناکو سیمو کې د عملیاتو پرمهال تر ډېره د افغان مېرمنو د پوښتنو ګروېږنو مسؤولیت لري.

د افغان مېرمنو د کومانډو د ځانګړې قطعې قوماندان جنرال جلال یفتلي وايي، دغه سرتېرې دروند مسوولیت پرغاړه لري:

''د ځانګړې قطعې په چوکاټ کې یوشمېر افغانې مېرمنې مو جذب کړي دي، دوی ډېر دروند مسوولیت پر غاړه لري. په شپنیو پوځي عملیاتو کې له موږ سره ډېره مرسته کوي''.

Image caption د افغانستان پوځ کې د ګڼو ولایتونو ښځینه کوماندو پوځ کې د فعالیت په اړه د خپلو کورنیو د قناعت له ستونزې سره مخامخ دي.

د ملي پوځ په لیکو کې د مېرمنو لپاره کار کول، اسانه نه دی، خو دغه کومانډو مېرمنې په بېلابېلو ولایتونو کې هره ورځ نهه ساعت خپلې دندې ترسره کړي.

د افغانستان په څیر په یوه دودیزه ټولنه کې، کورنۍ تر ډیره دې ته زړه نه ښه کوي، چې لوڼې یې په پوځ کې کار وکړي، خو دغو کومانډو ځواکونو تر ډېره خپلې کورنۍ دې ته اړ ایستي، چې د دوی د دندو پروړاندې خنډونه جوړ نه کړي.

که څه هم تر اوسه په افغان پوځ کې د ښځینه سرتیرو شمیر کم دی، خو حکومت هڅه کوي، چې په خپل پوځ کې د افغان میرمنو کچه لوړه کړي.

ورته مطالب