افغانستان د اقتصادي ودې تګلاره جوړوي

Image caption ښاغلي ارغندیوال وايي دا کړنلاره په څلورو برخو متمرکزه ده.

د افغانستان د اقتصاد وزیر وايي د اقتصادي ودې لپاره لس کلنه تګلاره جوړوي.

ښاغلي ارغندیوال زیاته کړه چې د دې تګلارې په پلي کېدو به افغانستان د نورو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو مرستې ته اړتیا و نه لري.

په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو دې هېواد ته د نړیوالې ټولنې د پام په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

د دې وېره هم شته چې د دې ځواکونو په وتلو به په افغانستان کې اقتصادي ستونزې لا پسې ډېرې شي.

خو د افغانستان د اقتصاد وزیر عبد الهادي ارغندیوال وايي شپږ میاشتې وړاندې دوی ته دنده وسپارل شوه چې دې اندېښنو ته په پام د اقتصادي ودې کړنلاره جوړه کړي.

ښاغلي ارغندیوال وايي دا تګلاره په څلورو برخو متمرکزه ده.

د هغه په وینا کرنه، مواصلاتي لارې او د طبیعي منابعو استخراج د دې تګلارې مهمې برخې دي.

د افغانستان اقتصاد وزیر زیاتوي د دې تګلارې لومړنۍ برخه د څلورو کلونو او دویمه برخه یې د شپږو کلونو لپاره ده.

د ښاغلي ارغندیوال په وینا که د دې وزارت له خوا جوړه شوې تګلاره په سمه توګه عملي شي نو د افغانستان اقتصاد به وغوړېږي او لس کاله وروسته به دغه هېواد د نړیوالو مرستو ته اړ نه وي.

نوموړی وايي د دې تګلارې بله ځانګړتیا دا ده چې د افغاني ټولنې د واقعیتونو په نظر کې نیولو سره د افغاني متخصصینو له خوا جوړه شوې او له نورو ژبو د ده په وینا ژباړل شوې نه ده.

په تېره څه باندې یوه لسیزه کې په افغانستان کې اقتصادي وده د پام وړ وه، خو دا چې د دې ودې بنسټ بهرنۍ مرستې وې، نو ځکه کارپوهان یې دوام داره نه بولي.

د بازار اقتصاد چې افغانستان د خپل اقتصادي نظام په توګه منلی چې له مخې یې تر ټولو ستر رول خصوصي سکتور ته په پام کې نیول شوی خو امنیتي ستونزې، د انرژۍ کموالی او نا انډوله سیالي هغه څه دي چې په افغانستان کې یې د خصوصي سکتور وده ټکنۍ کړې ده.

ورته مطالب